TV Schedule
د شکرې ناروغي او د مخنیوي لارې چارې - بوعلي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ کې په پروګرام کې د نشه يي توکو د زیانونو په مخنیوي کې د لیکوالانو او فرهنګپالانو ونډه، د ځواني دانو د درملنې لارې چارې، د میاشتني عادت اختلالاتو او د سرطان ناروغۍ ترمنځ اړیکه، د مثانې د انتان د نه درملنې له روغتیايي ستونزې، په افغانستان کې د سیروم د تولید فابریکې فعالیت او د شکر ناروغۍ او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه رپوټونه کتلای او اوریدلای شئ.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د طالب چارواکو څخه د نظامي تجهیزاتو د ویشلو د صلاحیت اخیستل – سپینې خبرې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان په ترځ کې په افغانستان کې ددغې ډلې تر واک لاندې د وسلو او مهماتو ذخایرو ته د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست د چارواکو پرلاس رسي بندیز لګولی. دا چې د طالبانو د مشر ددغه فرمان هدف څه دی، د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو.