د لاس رسي وړ اتصالات

TV Schedule

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

سیما سمر د کاکتوس+ خپرونه کې: نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ملاتړ تېروتنه بیا تکرار نه کړي

د "کاکتوس+ با لشکری" ددې اونۍ په خپرونه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر وویل، چې افغانستان هیڅکله د ښځو لپاره خوندي هیواد نه و او حتا په تیرو دو لسیزو کې او د نړیوالې ټولنې په شتون سره د ښځو د حقونو څخه سرغړونه شوې ده. مېرمن سمر وايي، مبارزې ښځې کولای شي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د طالبانو د ظلمونو او جنایتونو او د افغان ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د مشر د فرمانونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي. مېرمن سمر همدارانګه له نړيوالې ټولنې او د افغانستان په شل کلن سياست کې له ښکېلو هېوادونو څخه غواړي، چې د طالبانو څخه د ملاتړ په کولو خپلې تېروتنې بیا تکرار نه کړي.

XS
SM
MD
LG