TV Schedule
جمالزاده په کاکتوس+ کې: د طالبانو په خاطر مې د هنر سره مینه زیاته شوې
افغان سندرغاړې مژده جمالزاده وايي په افغانستان کې پر ښځو باندې د طالبانو بندیزونو هغه د خپل هنري فعالیتونو زیاتولو ته هڅولې ده. د کاکتوس+ په خپرونه کې هغې د کاناډا په سینما کې د خپل کار په اړه هم خبرې کړي دي. دا خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.
طالبان په خپل حکومت او ددې حکومت په چارواکو نړیوال بندیزونه "ناعادلانه" ګڼي - سپینې خبرې
د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر په افغانستان کې د یوناما له مشري روزا اوتنبایووا سره په لیدنه کې ویلي چې بندیزونو له نړۍ سره د هغوی د سیاسي تفاهم او تعامل مخه نیولې ده. ایا د طالبانو کړنې په نړیواله کچه د هغوی د انزوا لامل شوی او که دا کار نورعوامل هم لري؟
په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او د افغانستان په اړه د پاکستان د راتلونکي حکومت تګلارې - ستاسې غږ
د ستاسې غږ په نننۍ خپرونه کې، د پاکستان د پارلماني ټاکنو، په دغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو او د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د نوي حکومت د تګلارې او همدارنګه د هغې د اغېزو په اړه خبرې کوو. تاسې کولای شي، چې موږ ته په ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲شمېره زنګ ووهي او خپل نظر راسره شریک کړي.