TV Schedule
۱۷:۰۰ - ۱۷:۵۹
د میندوارو میرمنو رواني ستونزو او روغتیا ته څنګه پاملرنه کېدای شي؟ - بوعلي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د ښځینه کارکوونکو له کمزوری حضور سره د افغانستان د روغتیايي سکتور راتلونکې، له افغانستان څخه د ښځینه متخصصو ډاکټرانو وتل او د میرمنو په درملنه یې اغیزې، د سترګو پرده (کترکت) په اړه معلومات، د سقط جنین د مخنیوي څرنګوالی او په میندارو مېرمنو کې د رواني ستونزو د نښو نښانو په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه خبرونه کتلای او اوریدلای شئ.
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
محبوبه سراج په کاکتوس+ کې: د طالب جنګیالیو د ټوپک پر وړاندې درېدل ښځو ته ازادي نه راوړي
د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج وايي د طالبانو د "ښځو ضد" فرمانونو پر وړاندې د مبارزې لاره سرکونو ته راوتل نه دي. سراج د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل چې افغانې مېرمنې ملاتړ ته اړتیا لري خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د ټوپک پر وړاندې درېدو ته د هغوی هڅول ښځو ته ازادي نه راوړي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
۲۰:۰۰ - ۲۰:۵۹
۲۱:۳۰ - ۲۲:۲۹