TV Schedule
د ښځو نړیواله ورځ او په افغانستان کې د میرمنو حال – د اتصال د یکشنبې خپرونه
د امریکاغږ اتصال په دې خپرونه کې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د میرمنو په حال د نړیوالو په اندیښنو سربیره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په هغه حکم خبرې شوي چې وايی د افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکي دې په دریو اوونیو کې ووځي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
سپینې خبرې - د افغانستان او ایران ترمنځ تجارتي اړیکې
ایراني چارواکو افغانستان ته د ایران د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي ته په کتو، ایا ایران د افغانستان لپاره د صادراتو او وارداتو ښه بدیل کېدای شي؟ د سپينې خبرې د نن شپې په خپرونې کې په همدې مسئلې بحث کوو.

مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.