د طالبانو حکومت او پاکستان پر یو بل د ناامنیو د زیاتېدو له کبله تورونه پورې کړي. د اتصال په خپرونه کې پر دغې موضوع سربېره په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بحث شوی.
بدخشان کې د طالبانو پر کاروان د برید وروسته د داعش د مسئولیت اخیستنې ادعا، په غزه کې وروستی حال، له بریتانیا څخه رواندا ته د کډوالو د لیږلو بهیر، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د داعش د خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د موټرو په کاروان د چاودنې مسئولیت اخیستی. ایا داعش د طالبانو حکومت لپاره سرخوږی دی، او حکومت يې ننګولی شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې ورباندې بحث شوی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰