TV Schedule
احمدزی په کاکتوس+ کې: د طالبانو حکومت مشروعیت نلري
د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی محمد نذیر احمدزی وايي که څه هم د طالبانو حکومت مشروعیت نلري خو جنګ د حل لار نده او پکار ده چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي. احمدزي د کاکتوس+ په خپرونه کې ټینګار کړی چې د افغانستان په پارلمان کې ټول غړي په فساد ککړ نه وو. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت – ۳۰ دقیقې
د ایراني پولیسو په لاس د یو افغان ځوان د شکنجې د ویډیو خپرېدو غبرګونونه پارولي دي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې موضوع سربېره په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مذاهبو ازادۍ کمېدو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه رپوټونه او مرکې لیدلای شئ.
د افغانستان د اقتصاد د غوړېدو په وړاندې خنډونه - سپینې خبرې
د میرسي کور موسسې خبرداری ورکړی چی د مشخصو بندیزونو په ګډون، اقتصادي او سیاسي محدودیتونه په ډېر جدي ډول د افغانستان د اقتصاد د بیرته غوړیدو مخه نیسي او د نړۍ یو تر ټولو سخت بشري بحران لا پراخوي. د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې موضوع بحث کیږي.