د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی په پنځه ورځینې سفر لندن ته ولاړ


ولمشر کرزی او ډیویډ کامیرون (ارشیف)
ولمشر کرزی او ډیویډ کامیرون (ارشیف)
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن غرمه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځنې رسمي سفر لندن ته ولاړ

د افغانستان جمهوري ریاست د مطبوعاتو دریاست د یو بیان له مخې ټاکل شوې چې ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د اسلامي نړۍ په اقتصادي مجمع او د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزه غونډې کې پر ګډون سربېره د اکسفورد په پوهنتون کې هم وینا وکړي او د برېتانیې سېنډهرسټ پوځي اکاډمۍ ته به ورشي.

همدا راز ولسمشر حامدکرزی به د دغه پینځه ورځني سفر په لړکې د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامیرون، د دفاع له وزیر فیلیپ هاموند، د نړیوالې پراختیا له وزیر جسټین ګرنینګ او د دغه هېواد له نورو لوړ رتبه چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

له ولسمشر حامدکرزي سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، په نړیوالو چاروکې د ولسمشر سلاکار یحیی معروفي، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ارشاد احمدي ملګرتیا کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې به د نورو مسلو سربیره د د ملا برادر د راخوشې کیدلو اود سولې په بهیر هم خبرې وشي.

د افغانستان ، پاکستان او برتانیا د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو دجوړیدلو نوښت د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامیرون کړی دی چې راروانه غونډه یې څلورمه ګډه غونډه ده چې پکښې د پاکستان صدراعظم نواز شریف په لومړي ځل برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG