ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو پر بندیز اندیښنه ښودلې او په اوږده موده کې ددغه هیواد د روغتیا په سکټور باندې ددغه بندیز د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د ګرځنده تیلیفونونو نږدې ۲۶ میلیونه سیم کارتونه فعال دي چې ددغو فعالو سیم کارتونو له ډلې دغه وزارت تراوسه ۱۸ میلیونه سیمکارتونه بیا ثبت کړي دي.
پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو په ګډون په سلګونو زره افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکو کډوالو ته بیا خبرداری ورکړی چې د مارچ د روانې میاشتې تر ۳۱ ورځې دې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به یې پر وړاندې امنیتي ادارې قانوني چلند وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې افغانستان لا هم نړۍ کې یو ترټولو په ماینونو او ناچاودو توکو ککړ هیواد په توګه پاتې دی او ددغه هیواد د ۴۰۱ ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه یې پر ماینونو او ناچاودو توکو کګړې دي، چې هره میاشت د ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د تر ټولو یوې مهمې لارې تورخم د بیا پرانیستو لپاره د دواړو غاړو مشرانو ترمنځ کېدونکې جرګې دویمه غونډه ځنډول شوې ده.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي چې ددغه هیواد لپاره د چین ځانګړي استازي په مشرۍ د یو پلاوي سره په کتنه کې یې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي"، ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ او اسلامي دولت خراسان څانګې " داعش" په ګډون د تروریستي په فعالیتونو خبرې کړي او خپلې اندیښنې یې سره شریکې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم د سرحدي لارې د بندیدو پر دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغې لارې د بندیدو له امله ددغه پروګرام لږ تر لږه ۴۷ لارۍ چې د پاکستان څخه د افغانستان په لور روانې وې د پیښور او تورخم ترمنځ بندې پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د څار ادارې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) وویل چې په افغانستان کې د اپینو بیې مخ په لوړېدو دي او د طالبانو د مقاماتو له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته "لویه ګټه" جنایي ډلو ته رسیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۱.۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو، چې ددې شمیر ۶۷ فیصده یې د هغوی د خوښې پرخلاف په جبري ډول خپل هیواد ته شړل شوي وو.
د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the Children)، د افغانستان په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د ماشومانو روغتیايي پروګرامونو لپاره بودیجې د پرې کیدو منفي اغیزو خبرداری ورکړی او ویلي دي چې افغانستان کې یې د ۳۲ روغتیايي کلینیکونو له ډلې ۱۸ تړل شوي او که بودیجه ترلاسه نکړي پاتې نور به هم بله میاشت وتړل شي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو شاردافیرې، دوروتي شي دوشنبه مارچ ۱۰ ( کب ۲۰) وویل هغه ګواښونه چې منشه یې په افغانستان کې ده، په سیمې کې د بې ثباتۍ پیدا کیدو سبب کیږي.
د یوناما مشرې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د نړیوالې ټولنې سیاسي تعامل د لږ پرمختګ سبب شوی او د طالبانو د حکومت په هکله د نړیوالې ټولنې ناهیلیتوب په ډیریدو دی.
نور پورته کول