د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان وتلی شاعر او لیکوال نصرالله حافظ په حق ورسید


نصر الله حافظ
نصر الله حافظ

دباختر د اطلاعاتی اژانس د خبر له مخی د پښتو ژبې وتلی شاعراو لیکوال نصرالله حافظ د پنجشنې په ماښام د ورپیښې شوي ناروغۍ له کبله په حق ورسید.

ښاغلی حافظ ۸۲ کاله پخوا د ننګرهار د ولایت د چپرهارپه ولسوالۍ کې زېږېدلی او د ژوند په اوږدو کې یې تر لسو زیات ادبي اثار د پښتو ادب مینه والو ته پرایښي دي د ښاغلی حافظ د ادبي بډاى ژوند زياته موده په راډيو افغانستان کې تيره شوې ده.

ويل کيږي هغه د خپل عمر دوه پنځوس کلونه په راډيو کې کار کړی و.
ښاغلي حافظ زيات ادبي آثار پريښودلی دي او د ده زياتو آثارو سترې مطبوعاتي جايزې هم ګټلې دي.

سره له دې چې دغه اديب او شاعر په ١٣٧٤ کال کې تقاعد شو خوبیا یی هم له ادبي کارونو څخه لاس وا نه خيست او خپل ادبی کار ته یی دوام ور کړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين استاد حافظ د پښتو ادبياتو دځلانده ستوري په نوم ياد کړی دی. هغه د باختر اطلاعاتی اژانس ته وویل " نصر الله حافظ د ادبي آثارو په ليکلو او په دې برخه کې په زياتو کارونو سره ددغه هيواد دخلکو په نږدې کولو کې هلې ځلې وکړې."
ده لوړ فکر کاوه د ده آثار ځوانانوته د الهام ورکوونکي او د وګړنيو پيغامونو ښکارندوى ؤ
د ده مړينه دهيواد فرهنګي ټولنې ته يوه ضايعه ده او کورنۍ ته يې خواخوږي څرگندوو.))
ښاغلی حافظ یو غزل بول شاعر و او په خپل ښکلی غږ کی به یی کله کله په رادیو افغانستان کی شعرونه هم دکلیمه کول او دا هم د ده یوه غزل:


شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي
تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي

د مجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره
چې يو د ناز قدم پرې کيږدي ليلا هېڅ نه راځي

د خوشحالۍ نښې زما په مخکې سد لټوي
په سپېرو شونډو مې پېره د خندا هیڅ نه راځي

څنګه به روغ شي دا زما ناسور وهلی زړګی
دردونه وار په وار راځي خو دوا هېڅ نه راځي

لېونی نه يم، چې يې خيال د بيا راتلو کومه
اوښکه چې لاړه شي له سترګو نه بيا هېڅ نه راځي

که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي

ارواښاد نصرالله حافظ د افغانستان د ښو شاعرانواو لیکوالو په ډله کې شمیرل کیده. حافظ د خپل ژوند زیاته برخه په ادبي فعالیتونوتیره کړي او د اوږدې مودې لپاره یي د افغانستان په ملي راډیو کې د ادبي خپرونو د ویاند او د خپرونو د متصدی په توګه دنده سرته رسولې ده.

د پوهنې وزارت اود سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې، د نصر الله حافظ په مړینه د ارواښاد له کورنۍ اومینه ولاو سره خواخوږي څرګنده کړي ده او د هغه مړینه یي یوه نه جبیره کېدونکې ضایعه بللې ده.
XS
SM
MD
LG