د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز: د خوراکي او تعمیراتي موادو نرخونه لوړ شوي دي


Kunduz Afghanistan
Kunduz Afghanistan
د کندوز سوداګر په دغه ولایت کې د نرخونو لوړیدل او د افغانیو په بدل کې د ډالرو د بیې لوړیدل د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون پر نه لاسلیک کولو پورې تړي.

دغه سوداګر وايي چې د ۲۰۱۴ کال رانږدې کیدل هم د سیمې پر کاروبار ناوړه اغیزه کړې ده، خو کله چې د امنیتي تړون د نه لاسلیک خبره وشوه، نو ډالر د افغانیو په مقابل کې ګران شو، دوی وايي چې له یوکال نه راپدیخوا د یو ډالر په مقابل کې یوولس افغانۍ تفاوت راغلی دی.

د کندوز یو تن سوداګر امان الله وايي چې دوي له څه مودې راپدیخوا خپل دوکان ته راځي مګر مواد نه پلوري، دا چې امان الله ولې خپله دوکانداري کمه کړې ده. هغه داسې وویل: «مونږ جنس په ډالرو اخلو او په افغانیو یې پلورو، که جنس په سل افغانیو وپلورم نو سبا يې په سل افغانۍ بیرته نه شم اخیستې، او دا پنځلس ورځې کیږي چې کارو بار مې کم کړی، ځکه د ډالرو نرخ ورځ تر بلې لوړیږي.»

د کندوز یو بل سوداګر عبدالسلام چې د سمنټو کاروبار کوي، وايي چې د دوی کاروبار کې څلویښت فیصده کمبود راغلی، هغه وايي چې پخوا خلکو څه ناڅه کاروبار کاوه نو ضرورت و چې سمنټ واخلي خو اوس تعمیراتي کارونه کم شوي او ددوي کاروبار هم زیانمن شوی.

په کندوز کې د سوداګریزو خونو معاون مسعود وحدت وايي چې د ۲۰۱۴ کال له اوازو سره په کندوز کې محلي سوداګر زیانمن شوي دي:

ښاغلی وحدت وویل: « د ۲۰۱۴ کال د اوازو نه مخکې د سوداګرو له خوا د صادراتو او واریداتو کارونه نورمال پر مخ تلل، خو اوس زیات شمیر سوداګر کار نه کوي او په کور کې ناست دي، او هغه چا چې واړه تجارتونه درلوده هغوي هم ویره لري او دې ته منظر دي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څه کیږي، نو تیر یو کال راهیسې په کندوز کې په سوداګریزو چارو منیفي اغیز پیل شوي.»

د سیمې عام خلک هم د خوراکي او تعمیراتي موادو د بیې د لوړوالي خبره کوي او وايي چې دوی یوازې دومره پوهیږي چې نرخونه لوړ شوي او له ستونزو سره يې مخ کړي دي:

د کندوز یو اوسیدونکی وویل: «د ټولو شیانو نرخونه لوړ شوي، که دوکاندار ته ورشي هغوي هم د ډالرو د نرخ د لوړیدو خبره کوي.»

افغانستان ته خوراکي او تعمیراتي ټول مواد د ډالرو په نرخ واریدیږي، نو که د ډالرو نرخ د افغانیو په بدل کې لوړیږي خامخا د عامو خلکو پر ژوند تاثیر کوي، ځکه چې اقتصاد د یو عادي مزدور له کاره نیولې تر لوی سوداګرۍ پورې یو شان د ځنځر د کړیو په څیر له یو بل سره اړیکې لري.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG