د لاس رسي وړ اتصالات

د بندو دروازو شاته په امنیتي تړون خبرې


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
افغان حکومت وایي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په سر د نظر اختلاف شته خو دا اختلاف د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتژیک اتحاد ته زیان نه دي رسولې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې که څه هم افغانستان د امنیتي او دفاعي تړون د ژر لاسلیکولو لپاره لیوالتیا لرې، خو موسی زي وویل چې افغانستان غواړې چې ددغه تړون د لاسلیک دمخه په هیواد کې د سولې د ټنګیدلو لپاره اساسي ګامونه واخستل شي ، امنیت ټینګ شي او د افغانانو د کورونو لټون بند شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په سر د نظر د اختلاف سره سره اوس هم امریکا او افغانستان ستراتژیک دوستان دي.

موسی زي وویل:

؛ ددی سره چې د لويې جرګې د جوړیدلو را وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په هکله تر اوسه څه خبرې شوي اوس هم د امریکا متحده ایالات د افغانستان د یو ستر ستراتژیک متحد په توګه پاتي دی؛

د موسی زي ددغو څرګندولو یوه ورځ دمخه د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په سر خبرې بشپړي شوي دي، خو ددغه تړون د لاسلیک لپاره د جمهور ریس حامد کرزي له خوا په ایښودل شوو شرطونو امریکا سره خبرې لا روانې دي.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې دا خبرې د بندو دروازو شاته تر سره کیږي.

ډاکټر زاخیلوال وویل:

؛ همدا اوس د بندو دروازو شاته خبرې روانې دي، په دغو خبرو کې په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه هم شوي چې مونږ هیله لرو دا پرمختګونه دغسې یو ځای ته ورسیږي چې د تړون د لاسلیک لپاره یوه ښه زمینه برابره کړي؛

ډاکټر زاخیلوال د شنبې په مازیګر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په لودیځو رسنیو کې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په باب کوم رپوټونه خپاره شوي او دا رپوټونه بیا وروسته په افغان رسنیو کې منعکس شوي سم نه دي.

ډاکټر زاخیلوال وویل:

؛په بهرنیو رسنیو کې ددغو مسایلو انعکاس چې بیا کورنۍ رسنې د بهرنیو رسنیو رپوټونه خپروې چې ګوندي دا خبرې په ټپه دریدلې دي او ممکن دا تړون لاسلیک نشې او بهرنې عسکر وځې او مرستې بندوې دا هغه څه دي چې په سلو کې پنځه فیصده هم حقیقت نلرې؛

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې تراوسه د افغانستان امنیتي ارګانونو سره د امریکا مرستي د پخوا په څیر دوام لري او همداشان د افغانستان انکشافي پروژو د تمویل د پخوا په څیر دوام لرې.
XS
SM
MD
LG