د لاس رسي وړ اتصالات

د یمګان ولسوالۍ د دولتي قواو په ولکه کې راغله


د بدخشان ولایت یوه برخه (ارشیف)
د بدخشان ولایت یوه برخه (ارشیف)
د بدخشان ولایتي چارواکي وایي، د یمګان ولسوالي د طالبانو له ولکې وتلې او دولتي ځواکونو هغه په بشپړه توکه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

چارواکي وایي چې طالبان له یمګانه وتلي او د جرم ولسوالۍ په طرف یې مخه کړې او د خوستک په سیمه کې يې کمربند اچولی دی.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن امریکاغږ ته وویل چې په تیره څلور ورځنۍ جګړه کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

هغه د دولتي ځواکونو د تلفاتو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې ۹ تنه پولیس په جګړه کې مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د یولس تنو وسله والو طالبانو د وژل کیدو او د یو بل د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

په اعلامیه کې د دولتي قواو د اته تنو د وژل کیدو او د لسو نور د ټپي کیدو په هکله ویل شوي دي.

ملکي تلفات

د بدخشان د والي ویاند ښاغلی فروتن وایي چې پر یمګان ولسوالۍ باندې په برید کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي دي .

فروتن وایي چې د وسله والو طالبانو په ډزو کې ۷ ملکي وګړي هم وژل شوي چې له ډلې څخه يې ۳ تنه میرمنې دي.

سیمه ییز چارواکي د ملکي وګړو د وژل کیدو خبر ورکوي خو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بدخشان د امنیې قوماندان فضل الدین عیار هم په جګړه کې وسله والو ته وراوښتي تلفات تایدوي او وایي چې د پولیسو ۳ رینجر او یو ټانک هم سوځیدلی او د ولسوالۍ ودانۍ هم تخریب شوی ده.

نوموړی زیاتوي چې پر یمګان ولسوالۍ تقریبا ۳۰۰ تنو وسله والو طالبانو برید کړې و چې ۲۵ تنه يې وژل شوي دي.

ښاغلي عیار وویل چې پنځه ویشت تنه پولیس طالبانو له ځان سره بیولي دي، او په اړه يې معلومات نه لري.

خو د بدخشان د والي ویاند بیا وايي چې دغه پولیس د قومي مشرانو په ضمانت طالبانو ته سپارل شوي وو، چې د همدغه ضمانت په نتیجه کې باید خوشې شي.

چارواکي وايي چې طالبان تر تعقیب لاندې دي خو د جرم ولسوالۍ او یمګان تر منځ غځیدلې سرک د طالبانو له خوا بند شوی دی، لومړی باید دولتي قواوې لاره خلاصه کړي او ورپسې عملیاتو ته ادامه ورکړي.

پر یمګان ولسوالۍ په برید کې په سلګونو د پولیسو ځانګړو قواو، د عامه نظم پولیسو او د ملي اردو سرتیرو ګډون درلوده.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG