قندي کوچۍ د افغانستان مشهوره سندرغاړې وايي ډیر وهل مې په دې خوړلي چې د پخلي په وخت کې به مې سندرې ویلې.(ډوډۍ بې برکته کیږي سندرې مه وایه)
د قندي کوچۍ لوی کمال دادی چې په پنځلس لهجو سندرې وایي. دوه ویشت کاله کیږي چې سندرې وایي خو گیله یې داده چې دې ته د نورو سندرغاړو غوندې د هنري نمایش موقع نه ورکول کیږی. د قندي کوچې بشپړه مرکه او زمزمې دغلته اوریدلی شې.