په پاکستان کې چارواکي وايي، د پولیسو یو افسر دین ته د سپکاوي په تور نیول شوی یو کس په امنیتي پوسته کې دننه په ډزو وژلی دی.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) د افغانستان تاریخي ابداتو ته په نه پاملرنې تورنه کړې او ویلي دي چې په راتلوونکې کې د جام د څلي د پریوتو احتمال شته دی.
د خوست مرکز ته څېرمه د میاخېل مېنه پخوا وچه غرنۍ سیمه وه خو له هغه راهیسې چې یو ځايي مشر پکې په خپل شخصي لګښت د اوبو بند جوړ کړی، دا سیمه شنه او ښېرازه شوې ده.
دا سریال د هغې الوتکې داستان دی چې له نیپال څخه نوي ډیلي ته روانه وه او له تښتول کېدو وروسته د کندهار په هوايي ډګر کې راښکته شوه.
د خوست ولایت د اهل هنود د ټولنې غړی چرن لال خپل ولایت ته په دې هیله ستون شوی چې چارواکي به یې د غصب شوې ځمکې په خلاصولو کې ورسره مرسته وکړي.
د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت د شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي لسم) له ترکمنستان سره د تاپ (ترکمنسشتان، افغانستان، پاکستان) د برېښنا پروژې د عملي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
راپورونه وايي چې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون یو پخوانی مشهور نطاق نبي پاکطین مړ شوی دی.
په سویډن کې څارنوالانو دوه کسان د قران کریم د نسخو د سوځولو له کبله د توکمیزې کرکې په پارولو تورن کړي دي.
د کلي خلکو د وژل شوې تمساح له خیټې څخه د ۵۴ کلنې حلیمې راهاکباو د بدن ټوټې موندلي دي.
په هسپانیا کې د ماریا برانیاس موریرا د کورنۍ غړو د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وویل چې هغه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.
الن دولن د اوږدو کلونو لپاره د فرانسې او نړۍ د سینما د یو زړه راښکونکي سمبول او نامتو لوبغاړي په توګه پیژندل کیده.
نقیب همت د افغانستان د هوايي ځواکونو په لیکو کې په فاریاب او بدخشان ولایتونو کې قوماندان و، خو اوس د امریکا په مریلنډ ایالت کې د موټرونو د ترمیم ورکشاپ لري.
نور پورته کول