د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د لامبو نوي حوضونه


په خوست کې ځوانان د لامبلو وهلو حوضونو ته خوشحاله دي. دوی وايي، چې په دې ګرمه هوا او روژه کې د لامبو وهلو حوضونه د ساعتېرۍ ښه وسيله ګرځېدلې.

دا خوست ښار ته نږدې د خوړ په غاړه د ونو په منځ کې تازه جوړ شوی حوض دی، چې ځوانانو پکې لامبو وهي. د ونو سيوری او تازه شنې اوبه يې د سړي تنده ماتوي.

اوږدې ورځې، د اوړي سخته ګرمي او روژه، هغه څه دي، چې په يو ځای کېدو سره يو څه سخت تمامېږي، خو د ونو تر سيوري لاندې په تازه اوبو کې لامبو وهل، د روژې په اسانه کولو کې مرسته کوي.

په خوست کې ځوانان د لامبلو وهلو حوضونو ته خوشحاله دي.
په خوست کې ځوانان د لامبلو وهلو حوضونو ته خوشحاله دي.

يو تن لامبو وهونکی حبيب الرحمن وايي: ” ګرمي ده، په دې موسم کې ګرمي ډېره وي. زه دلته راځم او لامبم. اوبه يې ښې يخې اوبې دي‟.

د دې ولايت اوسېدونکی فرهاد الله هره ورځ لامبو وهلو ته راځي. هغه د نورو ځوانانو په څېر له لوړ ځايه حوض ته وردانګي. فرهادالله وايي، چې هم يې ساعت تېر دی او هم پرې روژه اسانه تېرېږي.

هغه وويل:” په روژه کې نورې لوبې سړی نشي کولای، نو په دې ډنډونو کې موږ ته د ساعتېرۍ ښه زمينه برابره شوې ده. موږ له دې ساعتېرۍ څخه ډېر خوشحاله يو‟.

دا مهال د خوست په مرکز کې نږدې شل د لامبو وهنې حوضونه شته، چې زياتره هغه يې تازه جوړ شوي. په دې ډنډونو کې تر ډېره هغه امکانات برابر شوي، کوم چې د يوه معياري حوض لپاره اړين بلل کېږي.

لامبو وهونکی هدايت الله وويل: ” ماشاالله دا ډنډونه ډېر په معيار جوړ شوي دي. د ژورو ځايونو لپاره کومکي واسکټونه لري. ځينې نور وسايل يې له بهر څخه ورته راوړي دي‟.

روژه کې د لامبو وهلو حوضونه د ساعتېرۍ ښه وسيله ګرځېدلې.
روژه کې د لامبو وهلو حوضونه د ساعتېرۍ ښه وسيله ګرځېدلې.

عقل مير د لامبو وهلو د يوه حوض مسوول دی. هغه وايي، سربېره پر دې، چې د ځوانانو د ساعتېرۍ لپاره يې زمينه برابره کړې، په هر ډنډ کې له پنځو تر لسو پورې کسان هم په کار ګمارل شوي دي.

عقل مير وايي: ” له هر کس څخه پنځوس روپۍ ټېکټ اخلو. د ورځې شاوخوا ۱۵۰ کسان راځي. موږ دا ډنډ سږ کال جوړ کړی دی، انشاالله کال ته به نور پرمختللي وسايل هم ولري‟.

خوست په خپلو خوړونو کې ښې پريمانه روانې اوبې لري، خو د لامبو وهنې لپاره د اړتيا وړ مناسب ځايونو ته پکې کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG