د لاس رسي وړ اتصالات

مومند:پاکستان غواړي د حکمتیار په مرسته د هند مخه ونیسي


ښاغلی رستم شاه مومند چې د دریو لسیزو نه زیات وخت کیږي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له لوري نه یو مطرح دیپلومات او لوړ پوړي مقام په توگه پیژندل کیږي، وايي چې پاکستان دا توقع لري چې د حزب اسلامي حکمتیار مشر گلبدین حکمتیار به کابل کې د هند د اثررسوخ مخه ونیسي.

ښاغلي رستم شاه مومند دا خبرې د امریکا غږ اشنا راډیو سره یوه مرکه کې کړیدي

ښاغلی مومند وايي چې حزب اسلامي په افغانستان کې نظامي قوت نه لري بلکې یوازې سیاسي ځواک لري او پاکستان فکر کوي چې ښاغلی حکمتیار چې کابل ته لاړ شي نو هلته به د هند د مخ په زیاتیدونکو نفوذ مخې ته ودریږی، خو د ښاغلي مومند په وینا دا هیڅ یو فکر دی چې عملي کیدل ېې مشکل دي.

کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي چې حزب اسلامي چې د تېرو پینځه لسو کالو نه د افغانستان په اړه کوم دریځ درلودو ،له هغې نه تېر شویدی.

دی دا هم وايي چې د دولت سره د حزب اسلامي په تړون کې زیاته گټه دولت ته رسېدلې ده،دې سره به خپلو مخالفینو نه پیغام ورکړي چې اسلامي حزب اساسي قانون او دا اوسنی نظام منلی ،تاسو ېې هم ومنئ او سولې ته حاضر شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:09 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG