د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله۲۸) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه.
د بشري حقونو د څار بنسټ افغانستان کې نجونو پر زده کړو د درېیم کال پوره کیدو سره هممهاله ویلي چې که څه هم د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څه پورته دورو کې نجونو پر زده کړو بندیز په نړیواله کچه د بحثونو سبب شوی، خو حکومتونه په دې پاتې راغلي چې تراوسه ددغه بندیز د ایسته کولو لپاره یو اقدام وکړي.
افغاانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر " یوناما" ویلي چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۸ (وږي ۲۸) به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په یوه غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
راپورونه وايي چې د پولیو د کمپاین د تطبیق په څرنګوالي باندې د طالبانو حکومت او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د بحثونو او جنجال له کبله په افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډول شوی دی.
د نوبل د سولې د جایزې ګټوونکې ملالې یوسفزۍ په روانه اونۍ کې په نړۍ کې ښوونځیو ته د زده کوونکو د ستنیدلو سره هممهاله د زده کړو د حقونو لپاره د افغان نجونو د مبارزې ستاینه کړې او ویلي دي چې د طالبانو پر وړاندې په دې مبارزه کې هغوی یوازې نه دي.
بشري حقونو نړیوالو بنسټونوافغانستان کې د بشري حقونو د سر غړونو پر واندې ځواب ویلو یو قوي او خپلواک نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.
د دایکنډي اوغور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې پر ملکي وګړو د پنجشنبې د ورځې د وسله والو کسانو برید چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شو د ملګرو ملتونو، امریکا د متحده ایالاتواو یو شمیرنورو هیوادونو له خوا په سختو ټکو غندل شوی او د قانون منګلو ته ددغه برید د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.
د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ پر ملکي وګړو د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۲( وږي ۲۲) وسله وال برید ته چې له امله یې ۱۴ ملکیان ووژل شو پراخه غبرګونونه ښودل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د راپور له مخې افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونځیو د شمیر څخه د دیني زده کړو د مدرسو او روزنیزو مرکزونو شمیر زیات شوی او په دغه هیواد کې اوس مهال د څه باندې ۱۹ زرو مدرسو په ګډون ۲۱ زره او ۲۵۷ دينې زده کړو مرکزونه او ۱۸ زره او ۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي.
کابل کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر۱۱( وږي ۲۱) د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په یو لاریون کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو د مخنیوي لپاره دې پر دغې ډلې خپل فشارونه زیات کړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په خپله لومړنۍ مناظره کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو له کبله یو بل پړه ګڼلي دي.
د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ترهغې چې د بشري حقونو اړوند مسایلو په اړه د طالبانو په چلند کې ژور بدلون رانشي، د طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدو څخه دې ډډه وکړي.
نور پورته کول