د لاس رسي وړ اتصالات

په بلګراد کې سلګونه کډوال د مرګ او ژوند شپې سبا کوي


د جنوري په ۱۸ ګڼ شمیر کډوال د کمک اخستو ته په قطار ولاړ وو
د جنوري په ۱۸ ګڼ شمیر کډوال د کمک اخستو ته په قطار ولاړ وو

د اروپایي اتحادیي د کډوالو د برخې یو جگپوړي مقام له اروپایي هیوادونو غوښتي چې کډوال په بیلابیلو هیوادونو باندې په منصفانه ډول وویشي. دا غوښتنه ځکه مطرح شوې چې اروپایي اتحادیه پلان لري د را روانو کډوالو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

په اروپا اتحادیې کې د کډوالو د برخې کمشنر دیمتریس اوراموپولوس د پنجشنبې (جنوري ۲۶) په ورځ وویل چې د دې اتحادیې غړي هیوادونه باید په داسې حال کې اتفاق او اتحاد وښیي چې یونان او ایټالیا د لسگونو زرو کډوالو د ستونزې سره مخامخ دي. ښاغلي دیمیتریس وویل"په تیرو څو میاشتو کې د پرمختگ او دوامدار انکشاف سره سره، مونږ اوس هم له بده مرغه بیرته عادي حالت ته نه یو رسیدلي. ځکه مونږ نن د اروپایي اتحادیې د پنځه هیوادونو ترمنځ د پولو د موقتي بندیز د مودې د غزیدو وړاندیز کوو."

پدې کمپ کې اکثره کډوال د سړې هوا او خراب چاپیرال له امله ناروغ شوي دي
پدې کمپ کې اکثره کډوال د سړې هوا او خراب چاپیرال له امله ناروغ شوي دي

شاو خوا دوه سوه کډوال چې د سربستان د پلازمینې بلگراد په خرابو گدامونو کې اوسیږي د چهارشنبې (جنوري ۲۵) په ورځ د اروپایي اتحادیې د پولو د بندیدو له امله په اعتراض لاس پورې کړ او د نړیوالو سازمانونو له خوا د برابرو شویو خوراکي موادو له اخستلو یې ډډه وکړه. پدې ډله کې یو افغان کډوال احمدعثمان وویل دوئ غواړي چې پولې بیرته پرانستل شي، ځکه چې نوي فیصده خلک میشت کډوال ناروغ دي. هغه وویل خلکو له همدې امله مظاهره کړې ده او ترهغې ډوډۍ نه اخلي چې دوئ ته پولې نه وي پرانستل شوي.

د اروپایي اتحادیې غړيو هیوادونو تیر کال د مارچ په میاشت کې خپلې سرحدي پولې د کډوالو په مخ وتړلې. له هغه وخت نه راپدیخوا په زرگونه کډوال د شرقي اروپا په هیوادونو کې د یو نامالوم برخلیک سره بند پاتې دي. لیاقت خان یو بل پاکستانی کډوال دی. لیاقت خان وایي اوسمهال ډیر یخ دی، خوب کول مشکل دي او ځان مینځل خو ډیره لویه ستونزه ده. هغه وویل د اوبو کمی دی او په څلورویشت ساعتونو کې یو وخت خوراک کوي.

د اروپایي هیوادونو پولې تړل په سربستان کې د کډوالو یوازنۍ ستونزه نده. د بې پولې ډاکترانو اداره وایي په ډیر یخ بلگراد کې کډوال په تنفسي ناروغیو هم اخته دي. مومسیلو جوردیویج د بې پولې ډاکترانو د ادارې غړی دی. هغه وایي"زمونږ له ټولو مشورو نه ښکاري چې اکثره کډوال په تنفسي او جلدي ناروغیو اخته دي."

اکثره کډوال چې بې کړکیو او بې دروازو گدامونو کې اوسیږي وایي چې غواړي د اروپایي اتحادیې نورو هیوادونو لکه، جرمني، اتریش یا ایتالیا ته لاړ شي خو د هنگري او کروایشا پولیس یې مخه نیسي او بیرته یې شړي.

په بلګراد کې د هوا درجه منفي ده او سلګونه کډوال په خرابو ګډامونو کې اوسیږي
په بلګراد کې د هوا درجه منفي ده او سلګونه کډوال په خرابو ګډامونو کې اوسیږي

د اروپایي اتحادیې د کدوالو د چارو د کمشنر وړاندېز که ومنل شي نو جرمني، اتریش، سویدن، دنمارک او ناروې چې د ازاد تجارت یا شنگین هیوادونه دي کولای شي د خپلو پولو کنترول چی د فبروری په میاشت کې ېې وخت پوره کېږی درې میاشتې نور هم وغزوي

XS
SM
MD
LG