د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پېښور کې د هغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د سرقونسل حافظ محب الله د نه ولاړېدو کړنه غندلې او هغه يې د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف عمل بللی دی.
د بلوچستان په پښتون میشتې ښار چمن کې د افغانستان له سپين بولدک سره د پاسپورټ او ويزې د شرط عملي کولو خلاف د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له پرلتوالو سره د همغږۍ لپاره غونډه کړې ده.
پداسې حال کې چې متحده ایالات اندیښمن دي چې تهران مسکو ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره بلاستیک توغندي او نورې وسلې ورکړي، د ایران جمهور رئیس سه شنبه سپټمبر ۱۷ ( وږي ۲۷) ژمنه کړې چې د روسیې سره د خپل هیواد اړیکې لا به لا ژورې کاندي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هغه څرګندونې وغندلې چې وایي «مسلمانان په هند کې رنځ» ګالي. هند دا څرګندونې «ناسمې او د نه منلو وړ» وبللې.
ساینسپوهان د داسې ګرځنده تلیفون په جوړولو بوخت دي چې د غږ او تصویر ترڅنګ بوی هم لیږدوي.
د پاکستان د روغتيا وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه (وږي ۲۶) په يو بيان کې ويلي چې د دغه هېواد د پلازمينې اسلام اباد په هوايي ډګر کې په يو کس کې د بيزو تڼاکې (اېم پاکس) د ناروغۍ پخلی شوی دی.
د اسلامي دولت یا داعش ډله ادعا کوي چې د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې د پولیسو په موټر د بم چاودنه دوي کړې چې دوه پولیس پکې وژل شوي و او ګڼ شمیر نور ټپي شوي و.
راپورونه وايي چې د پولیو د کمپاین د تطبیق په څرنګوالي باندې د طالبانو حکومت او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د بحثونو او جنجال له کبله په افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډول شوی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت په خيبر قبايلی سيمه کې د "امن پاڅون" ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی چې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخه ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.
په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي اتحاديې یو مشر سلطان محمد خان وايي چې وژل شوي پنځه واړه مزدوران تنکي ځوانان ول چې له افغانستان څخه د مزدورۍ لپاره د بلوچستان ایالت د هرنايي شارګې سيمې ته تللي وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فایزر یکشنبه سپټمبر ۱۵ ( وږي ۲۵) وویل چې د هغو افغان کډوالو ایستلو لپاره د پروازونو بندوبست شوی چې پدې هیواد کې په جدي جنایت او سرغړاونو تورن شوي.
د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیل د جنوبي لبنان په یوه سرحدي کلي کې پاڼي غورځولي او له اوسېدونکو څخه یې غوښتي چې سیمه تخلیه کړي.
نور پورته کول