د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړۍ د لوږې له خطر سره مخامخ ده


ملګري ملتونه وايي اول هدف یي په جهان کې د ولږې ختمول دي
ملګري ملتونه وايي اول هدف یي په جهان کې د ولږې ختمول دي

د ملګروملتونو د خوراک او کرهڼې اداره (FAO) د چهارشنبې په ورځ وویل که نړۍ غواړي چې د اقلیمي بدلون، نفوس زیاتیدو او پر طبعې زیرمو د فشار ډیریدو ستونزو ته حل پیدا کړي، نو د خوراک د ودې او تقسیم لپاره لوی بدلونونه رامنځ ته کول په کار دي.

په یو تازه راپور کې دغې ادارې خبردارې ورکړې چې د نړۍ مشران به د ۲۰۱۵ کال پرمختیايي اجڼدا په عملي کولو کې پاتې راشي که تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ولږې ختمولو هدف ته ونه رسیږي او بیړني جدي اقدامات ونشي.

د خوراک نړیوال سازمان د خوراکي تولیدانو د ډیرولو غوښتنه کړې ده
د خوراک نړیوال سازمان د خوراکي تولیدانو د ډیرولو غوښتنه کړې ده

ددی راپور ځنې مهم ټکي پدې ډول یاد شوي دي:

  • اټکل کیږي چې تر ۲۰۱۵ کاله پورې به د نړۍ نفوس ۱۰ میلیاردو ته ورسیږي، ددی نفوس دوه پر درې برخې په ښارونو او آبادو سیمو کې اوسیږي.
  • تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې د ولږې یا فقر ختمولو لپاره په کال کې تر ۲۶۵ میلیارد ډالرو پورې په زراعت د إضافي پانګونې اړتیا ده.
  • د پرمختګ په اوسني وضعیت کې د نړۍ شاوخوا ۶۳۷ ملیون وګړي چې اکثریت يي د افریقا د وچې او جنوبي اسیا دي، لاهم تر ۲۰۳۰ کاله پورې کافي خواړه نلري.
  • د کرهنیزو ځمکو توسعه لاهم د ځنګلو د وهلو په وجهې دوام لري، پدې کې پنځوس سلنه ځنګلونه چې یو وخت پری نړۍ شنه وه، اوس له منځه تللي.
  • زراعت د نړۍ د اویاسلنې اوبو د کارولو او نیم په نیمه د نړۍ د لری پرتو سیمو د نفوس د بقا اصلي سرچینه ده چې د سیندونو خواته د خوندي اوبو په وجهې ژوند کوي.
  • د بی نظمه زراعتې فعالیت له امله خرابي رامنځ ته شوې چې په ټوله نړۍ کې يي ۳۳ سلنه کرهنیزې ځمکې اغیزمنې کړي دي.
  • د تیرو پنځوسو کلونو په پرتلې چې په زراعت، ځنګلونو او ځمکو به نړۍ واله تودوخه خپریدله اوس دوه برابره شوې چې شل سلنه ته ختلې ده.
  • اټکل کیږي چې د اقلیمي بدلون له امله زراعتي ځمکې زیانمنې شي او پدې ډول سیلابونه زیات شي، وچکالي رامنځ ته شي او په نتیجه کې يي په اورښتونو کې ناڅاپي لوی بدلون راشي.
  • د نفوس د زیاتیدو په وجهه نړۍ باید پنځوس فیصده خوراکي مواد ډیرتولید کړي ترڅو تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې د پلان سره برابر وګړي تغذیه کړې شي.
  • هرکال په نړیواله کچه د تخمین له مخې یو اعشاریه دری میلیارده ټنه یا یو پر درې برخې د انسانانو لپاره تولید شوي خواړه ضایعې کیږي.
  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG