د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د مسکو په غونډه کې د واشنګټن د نه ګډون له امله اندېښنه نه لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام ویلي چې واشنګټن د مسکو په غونډې کې د ګډون بلنه رد کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام ویلي چې واشنګټن د مسکو په غونډې کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس د سلاکار ویاند، تواب غورځنګ وایې چې د مسکو په راتلونکې غونډې کې د امریکايي استازو نه ګډون به د کابل او واشنګټن اړیکو ته زیان ونه رسوي.

په پام کې ده چې د اپریل په میاشت کې د روسیې په کوربتوب مسکو کې د افغانستان په اړه د پاکستان، چین او یو شمیر نورو هېوادونو استازي غونډه وکړي.

غورځنګ چې د امریکا غږ له آشنا ټلویزیون سره یې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال سره د مسکو د غونډې په اړه مفصل بحث کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې یوې خبرپاڼې کې لیکل شوي چې حنیف اتمر د وېډیو کنفرانس له لارې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت له سلاکار، مک ماسټر سره د افغانستان د امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په باب د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

غورځنګ وویل: "په کنفرانس کې د متحدو ایالتونو نه اشتراک د کابل او واشنګټن پر اړیکو باندې تاثیر نه لري. موږ ته د متحدو ایالتونو لخوا اطمینان راکړل شوی دی چې د افغانستان د سولې اوثبات د تامین لپاره د ټولو هغو نوښتونو او پالیسیو حمایت کوي چې د افغانستان دولت د خپل ملي امنیت د لومړیتوبونو په توګه تشخیص کړي دي."

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام اسوشیتید خبري آژانس ته ویلي و چې واشنګټن د مسکو په غونډې کې د ګډون لپاره د روسیې بلنه رد کړې ده.

دغه امریکايي مقام چې د خپل نوم له ښودلو څخه یې ډډه کړې ویلي و چې روسیې د مسکو د غونډې په اړه له امریکا سره مشوره نه ده کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې د مسکو په غونډې کې د افغان استازو د ګډون په اړه یې تراوسه تصمیم نیولی نه دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تیره اونۍ مسکو ته د خپل سفر په جریان کې وویل چې افغانستان روسیه خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ګډ سیمه ییز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دغه هېواد همکاريو ته ارزښت ورکوي.

XS
SM
MD
LG