د لاس رسي وړ اتصالات

ټویټر د ضعیف انترنت لرونکو کارونکو لپاره د ټويټر چټکه نسخه معرفي کړه


د ټویټر شرکت د چارشنبې په ورځ په موبایل تیلیفونونو کې د چټکو خدماتو وړاندې کول پیل کړل، دغه کار یې د هغو خلکو لپاره د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره کړی چې له انترنت سره قوي اتصال نه لري او یا هم غواړی د انرنت مصرف یې ټیټ وي.

ټویټر خپله نوې نسخه ټویټرلایت یا چټک ټویټر بولي او تر ډیره بریده یې د هغو مشتریانو لپاره جوړه کړې چې له امریکا بهر اوسیږي.

د رویټرز آژانس ته د یوې ښودل شوې نمونې له مخې، ټویټر لایت به د اپلیکیشن له لارې نه بلکه د یوه نوي بروزر په مرسته کارکوي او وړتیا او ظاهري بڼه به یې د ټویټر اپلیکیشن ته بیخي نږدې وي.

ټويټر په داسې حال کې دا اقدام کوي چې د فیسبوک شرکت په ۲۰۱۵ کال کې د فیسبوک لایت په نامه دېته ورته خدمات پیل کړل او د ګوګل شرکت په یوتیوب کې د سه شنبې په ورځ د هند لپاره داسې یو اپلیکیشن اعلان کړ چې په ضعیف انترنت کار کوي.

د ټویټر شرکت د زیاتو کارونکو د خپلولو په برخه کې له دغو شرکتونو یو څه شاته پاتې دی. ټويټر د تیرکال په پای کې په میاشت کې په اوسط ډول ۳۱۹ ملیونه فعال کارونکي درلودل چې د وړم کال په پرتله څلور فیصده زیاتوالی ښيي خو اوس هم د فیسبوک د یو اعشاریه نهو میلیاردو کارونکو په پرتله بیخي کم دي.

د ټویټر شرکت د خدماتو مرستیال کیت کولمن وايي چې د وروسته پاتې کېدو یوعلت د نړۍ په ځینو برخو کې د تویټر د اپلیکیشن او ویب سایټ د ډیتا او انترنت لوړ مصرف وو. "مونږ داسې احساس نه کاوه چې په دغو هېوادونو کې کافي مشتریان لرو، په نویو خدماتو به و کولی شو په چټکه توګه په ارزانې بیې ډیرو مشتریانو ته ځان ورسوو".

د تویټر شرکت وړاندوینه کوي چې د موبایل لپاره په خپل ویب سایټ کې د یوشمیر بدلونونو په راوستلو سره به د خپلو کارونکو د انترنت مصرف ۴۰ فیصده کم کړي.

د تویټر د خدماتو مدیر پتریک تروبر وایي د نویو وړتیاوو زیاتول به د مشتریانو د انترنت مصرف ۷۰ فیصده راکم کړي.

ټویټر هم د یوتیوب په شان غواړي په هند کې یو اعشاریه درې میلیارده خلک ځان ته جذب کړي په همدې خاطر یې د ټویټرلایت خدمات په روانه هفته کې په هند کې د کرکټ د لوبې د غوره لیګ د شل اوریزو سیالیو د تورنمنټ له پیل سره جوخت پیل کړل.

کرکټ په هند کې ډيره مشهوره لوبه ده او خلک د ورزشي لوبو په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له ټویټر څخه ګټه اخلي.

د ټویټر چارواکی وایي د ټویټر لایت خدمات به یې همدارنګه په اندونیزیا، فلپین، برازیل، ارجنټاین او مکسیکو کې ډیر ګټور وي.

XS
SM
MD
LG