د نړۍ لومړنۍ له لرګیو جوړه سپوږمکۍ د امریکا له فلوریډا ایالت څخه د سپېس ایکس د یو راکټ په مرسته فضا ته وتوغول شوه.
د ۲۰۲۴م کال د سولې د نوبل جایزه د جاپان د "نیهون هیډانکیو" ډله چې په هیروشیما او ناګاساکي باندې د اټومي بم له استعمال څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو غورځنګ ته چې په "هیباکوشا" هم پېژندل کېږي، ورکړل شوه.
د جنوبي کوریا نامتو ليکوالې هان کانګ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۱۰مه (تلې ۱۹مه) د ۲۰۲۴ کال د نوبل ادبياتو جایزه د هغې اعلی شاعرانه نثر له امله ترلاسه کړه، چې د سویډن اکادمۍ په وینا، "د تاریخي کړاوونو په وړاندې د انساني ژوند نازک حالت په هنري بڼه انځوروي."
د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه دوه امریکایی ساینس پوهانو ډیویډ بیکر او جان جمپر او یو بریتانوي ساینس پوه ډمیس هسبیس ته د چهارشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۸) ورکړل شوه چې د محاسباتو او مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د پروټینونو د رازونو د کشفولو په برخه کې یې کار کړی دی.
د امریکا ۱۴ ایالتونو تور پورې کړی چې په خپلو روږدي کوونکو ځانګړتیاوو سره کم عمره کاروونکي په نښه کوي، محرمیت یې تر پښو لاندې کوي او په دې توګه یې ذهنونو ته زیان رسوي.
ساینسپوهان د داسې ګرځنده تلیفون په جوړولو بوخت دي چې د غږ او تصویر ترڅنګ بوی هم لیږدوي.
چینايي شرکت هواوې نن د نړۍ د لومړني درې قاته موبایل تلیفون څخه پرده پورته کړه چې قیمت یې له نوي ایفون څخه درې چنده زیات دی.
پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د څو میاشتو راهیسې په مرموزه توګه د انټرنیټ د ورو کېدو پړه د سمندر لاندې خرابو کیبلونو باندې اچولې ده.
د ټیک ټاک او اروپايي اتحادیې چارواکي وايي چې دغه ټولنیزې شبکې د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې د جایزو ورکولو پروګرام له منځه وړی دی.
د لمر په سطحه د سترو چاودنو له کبله په فضا کې د داسې جیومقناطیسي توپانونو خبرداری ورکړل شوی چې وړانګې به یې د سه شنبې په ماښام جولای ۳۰ (زمري نهمه) د شمالي امریکا، اروپا او استرالیا په ځینو برخه کې ولېدل شي.
د اروپایي اتحادیې چارواکو د فیسبوک مالک شرکت میټا ته خبرداری ورکړ چې که په خپلو شبکو کې "د محرمیت فیس" په اړه د اروپايي مصرف کوونکو اندېښنو ته ځواب و نه وايي، له سختو اقداماتو سره به مخامخ شي.
نور پورته کول