د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران: په افغانستان کې د بریالیتوب تگلاره جوړوو


د امریکا د سنا په مجلس کې د وسله والو ځواکونو د کمیټې رئیس سناتور جان مکین په کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره
د امریکا د سنا په مجلس کې د وسله والو ځواکونو د کمیټې رئیس سناتور جان مکین په کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره

د امریکايي سناتور جان مکین په مشرۍ د امریکا د سنا د مجلس د څلورو غړو پلاوی چې نن کابل ته تللی وايي، امریکا باید د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي چې موخې یې معلومې وی، جوړه کړي.

امریکايي سناتوران جان مکین، لینزي ګراهم، شیلډون وایټ هاوس او الیزابیت وارن چې نن کابل ته راغلي وايي، دا پلاوی هڅه کوي ترڅو له نېږدې د افغانستان وضعیت وڅاري او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په هغه پالیسۍ کې خپل نظر ولري، چې دا مهالې یې په ارزونه بوخت دی.

سناتور جان مکین او سناتورې الیزابیت وارن وویل امریکا باید افغانستان ته نوې ستراتيژي جوړه کړي، دا ستراتیژي باید مشخصه وي، موخې یې معلومې وي، امریکا افغانستان کې څه کوي او څومره وخت باید دلته وي.

سناتور جان مکین وویل د امریکا پخوانیو هڅو کار ندی ورکړی.

مکین "مونږ باید د بریالیتوب ستراتيژي ولرو. د نړۍ پر مخ قوی هیواد باید دا جګړه وګټي. مونږ د داسې ستراتيژۍ په جوړولو لګیا یو چې دا کار وکړو. مونږ پرېشان پدې یو چې تراوسه دا ستراتيژي نده ترتیب شوې‪".

د جان مکین په مشرۍ دا پلاوی پاکستان ته هم تللی وو، دغو سناتورانو وویل چې پاکستاني چارواکو سره یې بحثونه ښه وو خو پاکستاني چارواکو ته یې ویلي، چې د دوی په هیواد کې د حقاني شبکې د پټنځایونو شتون د منلو ندی.

دا سناتوران وايي، له پاکستان یې غوښتي چې د ترهګرو او حقاني شبکې په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي.

سناتور لینزي ګراهم وویل ولسمشر ټرمپ فکر کوي، چې پاکستان باید خپلو کړنو کې تغییر راولي، کنه امریکا به تغیر راولي.

ګراهم وویل د امریکا ولسمشر ته به له دې سفر وروسته سپارښتنې ولري او غواړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

سناتور گراهم "ما له ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان په تړاوو څو وارې خبرې کړي. هغه به ژر لوی تصمیم ونیسي. زه به له دې سفر وروسته ورته ووایم، چې تاسې زمونږ ټول سرتیري وباسئ، ځکه اته زره او شپږه سوه سرتیري دنده نشي بشپړولی، یا سرتیري زیات کړئ. د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن باید افغانستان ته ژر راشي‪".

په کابل او اسلام باد کې د امریکایي سناتورانو څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

​د مدني ټولنې ځینې غړي وايي، د جان مکین په څېر د ځینو مخکښو سناتورانو راتګ پداسې مرحله کې چې امریکا د افغانستان په تړاو خپله پالیسي جوړوي، اغیز لري.

مدني فعال فیض محمد ځلاند وايي، د مکین دا سفر مهم دی. د څېړونکو په باور دا امریکايي سناتوران د افغانستان په اړه د ټرمپ په پالیسۍ کې مهم رول لري.

XS
SM
MD
LG