د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انټرنیتي جرمونو نوي قانون په اړه اندیښنې


د افغانستان د انټرنیتي جرمونو نوی قانون چې له نافذیدو یې دوه اونۍ نه دي تیرې شوې، په اړه یې په دغه هیواد کې د بیان د ازادۍ د ملاتړو ادارو اندیښنې ښودلي او ویلي دي چې دا قانون د بیان ازادي محدودوي او معلوماتو ته د خلکو لاس رسی کموي.

د " نۍ" په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رئیس مجیب خلوتګر نن د سه شنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې نه یوازې دغه قانون د بیان د ازادۍ سره په ټکر کې وګڼه، بلکې د دغه قانون ځني اصطلاحات یې ګونګ او د اندیښنې وړ وبلل.

ښاغلي خلوتګر وویل "د دغو دلایلو له مخې کولی شي د بیان ازادي محدوده کړي لومړی دا چې په دې جزایي قانون کې داسې اصطلاحات شته چې تعریف شوي نه دي، او کولی شي د قانون پلي کوونکي ته د دې امکان ورکړي ، چې د خپل فکر له مخې دغه اصطلاحات تعریف کړي".

دا ۲۷ ماده ایز قانون چې د انټرنیټي جرمونو په اړه موضوعاتو ته په کې ځای ورکړل شوی، نږدې دوه اونۍ وړندې د افغانستان جمهوررئیس توشیح کړ او د دغه هیواد د جزا د قانون یوه برخه وګرځید.

د " نۍ" د ادارې رئیس له افغان حکومت غواړي چې دغه قانون ته بیا کتنه وکړي او د دغه قانون هغه مادې چې تعریف شوي نه دي تعریف کړي، ترڅو د قانون د پلي کیدو پر وخت لازم وضاحت رامنځ ته شي.

په افغانستان کې تر دوو اونیو وړاندې د انټرنیټي جرمونو قانون نه وو.
په افغانستان کې تر دوو اونیو وړاندې د انټرنیټي جرمونو قانون نه وو.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د انټرنیټي جرمونو د قانون په شکلي بڼې باندېکار لا روان دی، چې په پلي کیدو به یې د " نۍ" په څیر د بیان د ازادۍ دټولو ادارو اندیښنو ته خواب وویل شي.

د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، دې قانون په هیڅ ډول د بیان ازادي نه ده محدوده کړې او نه هم د دې قانون سره معلوماتو ته د خلکو لاس رسی کم شوی دی.

هغه وویل چې همدا اوس د عدلیي وزارت په یو جلا شکلي قانون باندې کار کوي، چې ورسره د انټرنیټي مسلو پورې مربوط ټولو موضوعاتو ته ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلي ننګیال وویل "شکلي قانون دی، چې په کې د دغه قانون ټول مسایل په تفصیل ذکر شوي دي، چې ورسره ګونکتیا او ابهام له منځه ځي. د عدلیي له وزارت وروسته کابینه ورباندې غږیږي او بیا پارلمان ته ځي. هرکله چې پارلمان تصویب کړ له رسنیو سره به شریک شي، په دې قانون کې د ټولو اصطلاحاتو لپاره تعریف وجود لري".

په افغانستان کې تر دوو اونیو وړاندې د انټرنیټي جرمونو قانون نه وو.

اکثره انټرنیټ کاروونکي انټرنیټ د فیس بوک، وایبر او وټس اپ خدمتونو لپاره کاروي
اکثره انټرنیټ کاروونکي انټرنیټ د فیس بوک، وایبر او وټس اپ خدمتونو لپاره کاروي

په دغه هیواد کې د انټرنیټ او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو د کارونکو په شمیر کې په پرله پسې ډول د زیاتوالي له امله د دغسې قانون شتون ته اړتیا لیدل کیدله.

په افغانستان کې د اڼټرنیټ د کارونکو شمیر د ۶ او ۸ میلیونو پورې ښودل کیږي.

اکثره انټرنیټ کاروونکي انټرنیټ د فیس بوک، وایبر او وټس اپ خدمتونو لپاره کاروي.دغه قانون له نافذیدو وروسته د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې د یو شمیر هغو انټرنیټي پاڼو د تړلو نیت یې کړی، چې د دغه وزارت د وینا له مخې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ملاتړفعالیت کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې دغه وزارت ۷۴۰۰ ډاټ ای ایف انټرنیتي پاڼې ثبت کړي چې نږدې درې سوه يې د افغان حکومت د ادارو پورې مربوطې پاڼې دي.

XS
SM
MD
LG