د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د کاناډا نظامي اډه د معتادینو د درملنې په مرکز بدله شوې


د کندهار ښار
د کندهار ښار

په کندهار کې د کاناډايي عسکرو پخوانۍ پوځي اډه اوس د معتادینو د درملنې په مرکز بدله شوې ده.

دغه مرکز، چې د تیره یوه کال راهیسې پرانستل شوی دی، د کندهار د ډنډ د ولسوالۍ په لویدیځ کې د ترنک د سیند پر غاړه پروت دی.

د درملنې د دې مرکز توپیر له نورو سره دادی چې په نشه اخته کسان په جدي توګه د پوليسو له لوري څارل کیږي او معتادینو ته يې په بیلا بیلو برخو کې بوختیاوي برابري کړي.

په کندهار ښار کې په لسګونو هغه نشه یان چې په ښکاره به يې نشه یې مواد په عام ځایونو کې کارول تیره اونۍ پوليسو تر نیولو وروسته پدې مرکز کې شامل کړل.

د ډنډ ولسوالۍ د معتادینو د درملنې په مرکز کې شامل شوي معتادین د خپل مخکني ستړي ژوند کیسه کوي.

سید نور یو له کسانو څخه دی چې وايي له هیواده بهر په معتاد شوی . هغه زیاته کړه چي پوليس دي د نشه يي موادو د پلورونکو پرضد جدي اقدامات وکړي.

عبدالباري پخوا معتاد و خو اوس تر جوړیدو وروسته په نشه له نورو معتادو کسانو سره په درملنه کې مرسته کوي.

نوموړی وايي چي په نشه روږدو کسانو ته په ټولنه کې په ټيټه سترګه کتل کیږي او آن نږدې خپلوان يې هم پر کړنو او خبرو بې باوره وي.

د نشه يې توکو پرضد د مبارزې د پوليسو مشر سمونیار محسن الله وايي چې د معتادینو د یاد مرکز په جوړیدو سره په کندهار ښار کې د ګڼو جنايي او امنیتي پېښو مخه نیول شوې.

نوموړي امریکاغږ اشنا تلویزیون ته وويل چې پوليسو په ښار کې د هغو ساقیانو یا د نشه يي توکو د کوچنیو پلورونکو پرضد هم جدي ګامونه اخیستې معتادینو ته نشه يي توکي برابروي.

په کندهار کې په نشه د معتادو کسانو شمیر تر دوه لکه ډير بلل کیږي چې دا شمیر ورځ تر بلي ډیریږي.

په کندهار کې معتادو کسانو د درملنې ټول څلور مرکزونه فعالیت لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG