په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې چې پخوا په زیاته کچه په کې کوکنار کرل کېدل، اوس ډېری کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده. د احمدالله په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر وایي چې په خپلو پټیو کې یې ګلپي کرلي چې ښه وده یې کړې ده.
د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرکېله له بندیز وروسته، په بلخ ولایت کې یو شمېر کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې، چې په دې کې د جارو کښت هم شامل دی. کروندګر وایي، چې د جارو کر لږ لګښت لري، خو ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله یوه اندازه زیاته ده.
په کندز کې ځینې کروندګر وايي چې سږ کال د سبزیو حاصلات د نورو کښتونو لکه غله جاتو او میوو په پرتله ښه وو. د ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، محمد یعقوب، چې په لس جریبه ځمکه یې بېلابېل ډول سبزي کرلي دي، وايي چې د سبزیو حاصلات له نورو کښتونو زیات دي او د تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې حاصلات اخلي.
په کندز کې کروندګر وايي، چې سږ کال د یو نباتي مرض له امله د مۍ د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله څو چنده ټېټه شوې ده. ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، صفي الله، وايي، چې په دوه جریبه ځمکه کې یې مۍ کرلي، خو یوازې دوه بوجۍ حاصلات یې ترلاسه کړي دي.
په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وایي چې سږ کال د انګورو په کاروبار کې له سختو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دې ستونزې لوی لامل پاکستان ته د انګورو په صادراتو د زیاتو مالیاتو وضع کول بولي.
د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ ځینې کروندګر وايي چې سږ کال د پنبې حاصلات د تېرو کالونو په پرتله کم شوي دي. ددغه ولسوالۍ د چاري اباد کلي کروندګر داود منګل، چې په ۲۵۰ جریبه ځمکه یې پنبه کرلې وه، وايي چې د مرضونو له امله یې حاصلات کم شوي او له تاوان سره مخ دي.
د کندهار کروندګر نیک محمد وایي چې سږکال اوبه زیاتې وې، خو ږلۍ یې حاصلاتو ته زیان رسولی دی. هغه وايي چې د ږلۍ له امله یې پالیزونه خراب شوي او د حاصلاتو کچه راټېټه شوې ده. نیک محمد شکایت لري چې نه حکومت او نه خیریه مؤسسې د ږلۍ له امله زیانمنو کروندګرو سره مرسته کړې ده.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر چې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو پر کرکیلې د بندیز وروسته د بدیلو کښتونو لکه تور بانجان کښت کوي، وایي چې دغه کښتونه د کوکنارو د ګټې ځای نشي ډکولی.
له پاکستان څخه یو شمېر نوي راستانه شوي کډوال چې اوس وخت په کندهار ولایت کې مېشت دي، د سبزیو په کرکېله بوخت دي، خو دوی ګیله لري چې پدې برخه کې ور سره نه حکومت او نه هم خیره مؤسسو مرسته کړې ده
د کندز – کابل د لویې لارې په اوږدو د علي اباد ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې د انګورو پلورونکي وايي، چې هر کال د انګورو په موسم کې پر دغه اوږدې لارې انګور پلوري، ځکه پر دغه لاره زیات شمېر مسافر تېرېږي.
په کندهار کې یو شمېر کروندګر د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د سبزیو د ترویج په هڅه کې دي. د بلال احمد په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر چې په خپله ځمکه کې یې کریړې (تریخ کدو) کرلي، وايي چې د دې محصول له حاصل څخه خوشحاله دی.
د کندز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې په یو سیمه ییز لوبغالي کې په کرکټ بوخت ځوانان وايي، چې ورزش کول دوی له نشه يي توکو راګرځوي. ددغه ولسوالۍ د چنارګل بازار په لوبغالي کې بوخت ځوانان وايي، چې کرکټ او نور ورزشي فعالیتونه له ځوانانو سره د نشه يي توکو د استعمال په مخنیوي کې مرسته کړې ده.
نور پورته کول