د لاس رسي وړ اتصالات

د متحرک نسل سازمان د اعتیاد پر ضد مبارزه کوي


د افغانستان د متحرک نسل سازمان
د افغانستان د متحرک نسل سازمان

د افغانستان د متحرک نسل په نوم د سازمان غړي وايي، چې په دغه هیواد کې مخدره موادو ته د آسانه لاسرسي له امله هره ورځ سلګونه ځوانان پر مخدره موادو اخته کیږي او دغه سازمان هڅه کوي، چې په ښونځیو او پوهنتونونو کې د سیمینارونو له لارې ځوان نسل ته د مخدراتو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړي.

دا مهال په افغانستان کې له دریو میلیونو څخه زیات کسان، چې په کې نږدې یو میلیون ښځې او ماشومان هم شامل دي، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په مخدره موادو روږدي دي.

د متحرک نسل سازمان وايي، چې د اعتیاد مخ په زیاتیدونکې ستونزې ته په کتو دوی پریکړه کړې چې په دې برخه کې باید جدي مبارزه وکړي.

د دغه سازمان غړو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، چې لومړی به د سیمینارونو لړۍ د کابل ښار له ښونځیو او پوهنتونونو څخه پیل کړي او وروسته به دا لړۍ نورو ولایتونو ته وغځوي.

د افغانستان د متحرک نسل سازمان مشر شعیب همدرد امریکا غږ ته وویل، هغوی به په خپلو سیمینارونو کې هغو ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي، چې دخانیات لکه سګریټ او نصوار کاروي.

د هغه پر وینا د دخانیاتو استعمال د دې لامل کیږي، چې ځوانان د وخت په تیریدو سره په مخدره موادو روږدي شي.

نور حال په لاندې ویډیو کې، چې زموږ همکار ممتاز بهیر چمتو کړې ده، کتلی شئ.

سازمان نسل متحرک
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

XS
SM
MD
LG