د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې سرحدي ځواکونو ۵ قاچاقبر نیولي


په ننګرهار کې د سرحدي پولیسو قومنداني وایي چې په سرحدي سیمو کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

د دې قومندانۍ ویاند ادریس مومند وایي چې په روانه لمریز میاشت کې یې ۵ تنه د مخدره موادو قاچاقبر نیولي دي.

د مومند پر وینا ۲۰۰ کیلو ګرامه مخدره مواد چې د دې قاچاقبرو له لوري قاچاق کيدل هم د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

دوی وایي لا تر اوسه په ډاګه نه ده چې دا مخدره مواد له کومې سیمې چيرته ليږدول کيدل خو دوی په هسکې مېنې ولسوالۍ کې نیولي دي.

مومند زیاته کړه” سرحدي ځواکونه همیشه په هغو سیمو کې چې د دولت تر حاکمیت لاندې دي ، د مخدره موادو د قاچاقبرو فعالیتونه خنډ سره مخ کوي، مواد یې ترې ضبطوي او خپله قاچاقبر نیسي، دلته زموږ ډېرې ښې لاسته راوړنې شته دي، موږ د مخدره موادو په مخنیوي کې بریالي “روان یو.

د ننگرهار سرحدي پولیس
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

د سرحدي ځواکونو یو مسؤل چارواکی وایي چې په لرې پرتو ولسوالیو کې د خراب جغرافیوي موقعیت له امله وسله وال ځواکونه د مخدره موادو قاچاقبرو په نیولو کې تر ډېره پاتې راځي.

دی وایي چې د مخدره موادو قاچاقبر د شپې له تیارو او د سیمې په ځنګلونو کې له قچرو ګټه پورته کوي.

په ننګرهار کې د مخدره موادو کاروبار تر ډېره په سرحدي ولسوالیو کې روان دی.

د مخدره موادو قاچاقبر هم د لوګر او ننګرهار تر منځ په همدې غرنیزو سیمو کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG