د لاس رسي وړ اتصالات

افغان هوايي ځواکونو ته بلک هاک هیلي کوپترې وسپارل شوې


د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ د کندهار په هوایي ډگر کې څلور UH-60 بلک هاک هیلکوپترې افغان هوایي ځواک ته ورکړي.

امریکا په پام کې لري په راتلونکو کلونو کې ١٥٩ بلک هاک افغانستان ته ورکړي چې د افغان هوایي ځواک وړتیا زیاته شي.

ټاکل شوې چې دا هیلکوپترې به د روسي Mi 17 هلیکوپترو ځای ونیسي.

د افغانستان نظامي چارواکي وايي‌چې د امریکا له خوا د افغان هوايي‌ځواک د پیاوړتیا د هڅو په لړ کې لومړۍ جوپه بلک هاک هلیکوپترې د سه شنبې په ورځ افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.

بل خوا د افغان هوايي‌ ځواک تر سلو زیات منسوبین دا مهال په امریکا کې او نور یې په چک جمهوریت او متحده عربي اماراتو کې پر زده کړو بوخت دي.

افغان دولت په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواک د لا پیاوړتیا هڅې پېل کړي دي، د افغانستان د هوايي پوځ قوماندان وايي چې په څلور کلن امنیتي پلان کې یې د هوايي پوځ ټولې غوښتنې ځای پر ځای کړي چې ګام پر ګام به عملي شي.

د هوايي ځواک د هلیکوپترو د تخنیکي برخې مسئولین وايي چې دوی د زړو او نویو هلیکوپترو د ترمیم پوره تیاری لري.

د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد تر څنګ په بهر کې هم د هوايي ځواک منسوبین زده کړې او روزنه ترلاسه کوي. چې په دوی کې د بلک هاک هلیپکترو پیلوټان او تخنیکران هم شته.

XS
SM
MD
LG