د ناټو سازمان وايي نه غواړي افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي او ژمنه يي وکړه چې په افغانستان کې به خپل ماموریت کامیابوي. ددی سربیره، ناټو په ختیځه اروپا کې د روسیې د نظامي حضور په مقابل کې نوي اقدامات پیل کړي دي. د ناټو عمومي منشي وایي د روسیې په اړه اندیښمن دي خو سړه جګړه ورسره نه غواړي.
د ناټو په عمومي غوڼډه کې په دواړو مسلو تفصیلي خبرې وشوې: په توره بحیره کې د روسیې د نظامي حضور پراخیدو په اندیښنه او متقابل اقدام لپاره نوې ژمنې وشوې او د أفغانستان د ماموریت په دوام يي ټینګار وکړ. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي "د افغانستان وضعیت ستونزمن دی. مونږ ټول په أفغانستان کې د پاتې کیدو په مالي او ځاني زیان پوهیږو. خو که تری وځوو، بیا به تردی لوی زیان ووینو. که ناټو ژر ووتله نو مونږ أفغانستان د هرج و مرج د خطر سره مخ کوو او نړیوال ترهګر به پکې بیا ځای ونیسي".
یو پولنډې افسر وویل افغانستان او رمانیا باید مقایسه نشي. د ناټو یو شمیرقوماندانان وایي د ختیځې اروپا ماموریت د افغانستان د ماموریت سره باید پرتله نه شي. ددی افسرانو په باور افغانستان د جګړې ډګر دی خو رومانیا یو امن او اروپايي هیواد دی چې یوازی روزنیز ماموریت پکې ترسره کوي.
د روسیې د خطر له ویرې، ناټو غواړي د رومانیا د یوې لوا په تشکیل کې څلور زره سرتیري ځای پر ځای کړي. پدې کې د ناټو غړو هیوادونو عسکر شامل دي او په پام کې لري چې هغه نهه سوه امریکايي عسکر هم ورسره یوځای شي چې له پخوا په سیمې کې موجود دي.
د ناټو د سازمان رئیس وویل ناټو د خپلو سرحدونو په څنډو کې د روسیې د نظامي پوستواو مرکزونو په جوړولو ډیره اندیښمنه ده او چې کله روسان د نظامي تمرینونو خبره کوي، پدې اړه پوره وضاحت نه ورکوي.
خو روسیه – ناټو پدې ملامتوي چې دا سازمان کوشش کوي روسیه محاصره کې وساتي او په ختیځه اروپا کې بی ثباتي رامنځ ته کړي. ناټو دا خبره ردوي. د تورې بحیرې په شاوخوا کې، رومانیې، بلغاریې او ترکیې چې د ناټو غړي دي، حضور لري او ګرجستان او اوکراین هم غواړي د دوئ سره ملګري شي.