د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا امنیتي مقامات وایي داعش لا هم ندی مات شوی


سره لدې چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې هغه قوي مرکزونه چې دې ډلې د خپل "خلافت" مرکزونه ګڼل د هغوي د لاسه وتلي دي خو اروپایان لا هم د احتمالي بریدونو په هکله اندیښنه لري.

د هالنډ د تروریزم ضد د ملي ادارې مشر ډک شوف په یو خبري کنفرانس کې وویل چې " د داعش د خلافت ګډوډیل د دې ډلې ماتې معنی نلري".

د اسلامي دولت یا داعش ډلې په عراق کې موصل او په سوریه کې راقه د خپل خلافت مرکزونه ګنل چې دواړه یې پدې تیرو څو میاشتو کې د لاسه ورکړل.‌ د اروپا د تروریزم ضد ادارو مسؤلینو خبرداری ورکړی چې د داعش د اړیکو او پلان جوړونې څانګې لا هم ډیرې فعالې دي.

د اروپایي هیوادونو غټه اندیښنه دا ده چې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې خپل اصلي مرکزونه د لاسه ورکړیدي خو تر اوسه هم دا ډله په اروپا او هغوي سره چې غواړي د دې ډلې سره یو ځای شي، ښې اړیکې ساتلی شي.‌

XS
SM
MD
LG