د لاس رسي وړ اتصالات

په نوی ډهلي کی د افغانستان هند لمړنۍ فرهنگې اوونۍ پیل شوه


‏د افغانستان هند فرهنگي پرانستي مراسمو کی دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پیغامونه واورول شوو او همدغه راز د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو، سفیرانو، دیپلوماټانو او فرهنګیانو هم برخه درلوده .

په نوي ډيلي کې دافغانستان سفير ډاکټر شيدا احمدابدالي وايي، په دې فرهنګي اوونۍ کې چې د نومبر په ۲۹ مه پيل شوې د دواړو هېوادونو له خوا به بېلابېل ګډ علمي او فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي.

د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي امریکا غږ ته وویل، د افغانستان او هند د لومړۍ فرهنګي اوونۍ پروګرامونو کې د افغانستان له اړخه د اطلاعاتو او کلتور د وزیر، ددغه وزارت د رییسانو، لیکوالانو، د بیلابیلو رسنیو د ژورنالېستانو، هنرمندانو، ډیزاینرانو، انځورګرانو او د موسیقۍ د الاتو د غږوونکو په ګډون ۷۰ کسان برخه اخلي

د هغه په وينا، لومړۍ ورځ د افغانستان او هند ترمنځ ګډ عملي او څېړنیز سیمینار ته ځانګړې شوې، چې په څلورو تاریخي دورو «د اریایانو دوره، د افغان پاچاهانو دوره، د استعمار پر وړاندې د مبارزې دوره او له خپلواکۍ را وروسته دوره» کې د افغانستان – هند پر فرهنګي اړیکو به علمي بحث وشي.

د هند افغانستان لمړنۍ فرهنگي اوونۍ په باره کې موږ په نوی ډهلې کی د افغانستان کلتورې اتشې اجمل عالمزې سره مرکه کړی چې دلته یې اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.
XS
SM
MD
LG