د کرکټ لوبه دا وخت د نړۍ قریب یو سل او دوه ملکونو کې رسما کیږي. نړیوال جام او د اسیام جام د لرلو نه علاوه دکامن ویلت په لوبو کې هم دکرکټ سیالۍ شویدي. خو تر اوسه د کرکټ لوبې داولمپیک په چوکاټ کې ځای نه دی موندلی اوسبب ېې دا ښودل شوی چې د کرکټ یوه سیالي لږ تر لږه درې ساعته وخت نیسي او د خلکو علاقه خوندي نشي ساتلی.
نو د دې مشکل د حل او د اولمپیک د کمیټې د پام راگرځولو دپاره په شارجه کې د کرکټ د لس اوریزو یا ټي ټین کرکټ لیگ ترسره شو. چې هدف ېې کرکټ ته یو نوی رنگ او په اولمپیک لوبو کې کرکټ ته ځای موندل وو.
د شارجه ټي ټین کرکټ لیگ مسولینو د نندارچیانو د شمیر او شوق په اساس دا دعوا کړیده چې د لس اورونو کرکټ مینه وال ډیر زیات دي او په ٩٠ دقیقو کې د لوبې خوند اخیستو نه پس داسې ویل کیدی شي چې د کرکټ نړیواله شورا د اولمپیک د کمیټې سره په دې خبرې وکړي چې د کرکټ لوبه اولمپیک کې شامله کړي او د هاکي او فټ بال غوندې کرکټ هم اولمپیک کې د اولې درجې دولس ټیمونو ترمنځ وشي او مډالونه وگټي.
په شارجه کې د ټي ټین کرکټ په لومړي پړاو کې شپږ ټیمونه وو. چې هغې کې پښتون. پنجابي لیجنډز،کیرلا کینگز.بنگال ټایگرز .مرهټه عربینز او ټیم سري لنکا شامل وو. د ټورنامنټ سیمي فاینل ته د پښتون ،پنجابي لیجنډز ،کېرلا کینگز او مرهټه عربینز ټیمونه ورسیدل. چې بیا پښتون او مرهټه ټیم د لوبې بایللو نه پسفاینل کې پنجابي لیجنډز او کیرلا کینگزمخامخ شول او فاینلد انگلستان د شل اوریزو سیالیو دټیم کپتان این مورگن په مشرۍ د کیرلا کینگز ټیم وگاټه.
اتل کپتان مورگن د جام اخیستو نه پس وویل چې دا لس اوریزو سیالیو تجربه ډیره خوندوره او گټوره وه. د مینه والو نه ډک میدان او جوش دا وښوده چې خلک اوس د کرکټ نوې بڼه خوښوي او هیله ده چې د اولمپیک مسولین هم د دې کرکټ د دې نوي انداز په لیدو کرکټ په اولمپیک لوبو کې شامل کړي.
د پنجاب لیجنډز کپتان مصباح الحق پخپلو خبرو کې ویلي چې اوس خلک په لږ وخت کې ډیره تفریح غواړي او د ټي ټین کرکټ د څلور ورځني ټورنامنټ په جریان کې د زرهاو خلکو میدان ته راتگ دا ښي چې د کرکټ دا نوی رنگ به ډیر زیات شهرت او مقبولیت ومومي.
د پښتون ټیم کپتان شاهد خان افریدي د ټورنامنټ په پیل کې ویلي وو چې دا ټي ټین لیگ د لسو کال یوه پروژه ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا تاید شوې او هر کال به شارجه کې ترسره کیږي او کوم خلک ېې چې مخالفت کوي ،هغوي په اصل کې د کرکټ وده نه غواړي.
د لس اوریز کرکټ مخالفت کونکي بیا وايي چې دې سره د کرکټ اصل روح ته زیان رسي. لوبغاړي د حوصلې او پام روحیه دلاسه ورکوي او کرکټ په یوه تجارتي زغل بدلیږي.
خو په شارجه کې د زرهاو مینه والو مخکې د کرکټ د نړۍ د مشهورو ستورو په گډون کې،د فلمي ستورو په حضور ، په مشهورو تلویزوني چینلو د خپریدو او د تجارتي شرکتونو د پانگونې نه داسې معلومیږي چې لس اوریز کرکټ د شل اوریز کرکټ نه پس د کرکټ د یوې نوې بڼې په توگه قبلیږي.
په ټي ټین کرکټ لیگ کې د هند مشهور لوبغاړی وریندر سهواک ،د بنگله دیش تمیم اقبال ،د انگلستان این مورگن.الیکس هیلز، د نیوزي لینډ رونچي، د جنوبي افریقا میلر،روسو، د ویسټ انډیز ډرن سمي، پولارډ، براو،بریټ وایټ ،د ایر لینډ پاول سټرلینگ، د سري لنکا یو شمیر ملي لوبغاړي او دپاکستان د کرکټ زیاتره لوبغاړي شامل وو.چې پکې سرفراز احمد، عمر اکمل، شعیب ملک .فخرزمان .احمد شهزاد،محمد عامر د یادولو وړ دي
دې برسیره د افغانستان لوبغاړي هم د پینځو ټیمونو لخوا ولوبیدل چې په هغې کې د افغانستان د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی.،محمد نبي،نجیب ځدران. گلبدین نایب. مجیب ځدران. ظاهر خان او دولت ځدران برخه اخیستې.