د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې دولت مخالفین د هیروینو د فابریکو نه ځانونه اکمالوي


په شمال ختیځو ولایتونو کې طالبان له بیلا بیلو لارو مالي امکانات تر لاسه کوي، په بدخشان کې وسله وال طالبان د هیروینو د تولید او قاچاق او د معدنونو د استخراج له لارې ځانونه اکمالوي، خو په کندوز کې بیا د عشر ټولولو، مالیي اخیستو، د بریښنا د مصرف د پیسو ټولولواو له مخابراتي شبکو د باج اخیستو له لارې عایدات لري.

د بدخشان مسولین وايي چې ددغه ولایت په ناامنه سیمو کې د هیرویینو د پروسس فابریکې فعالې دي، او ځینې کړۍ د هیروینو په قاچاق کې لاس لري چې خارج ته یې لیږدوي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي وايي چې ځینې کړۍ مخدره مواد له بدخشانه خارج ته لیږدوي: (( د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د هیروینو د پروسس او تولید فابریکې فعالې دي، یوه نه لس نه په سلګونو فابریکې فعالیت کوي، ځینې یې د افغانستان په داخل کې هیروین قاچاق کوي او یوه اندازه خارجي هیوادونو ته قاچاق کیږي او له دې لارې ځانونه اکمالوي.))

د بدخشان یو شمیر خلک په دې نظر دي چې د دغه ولایت دننه په ناامنیو کې یو شمیر زورواکي او د مخدره موادو قاچاقبران لاس لري
د بدخشان یو شمیر خلک په دې نظر دي چې د دغه ولایت دننه په ناامنیو کې یو شمیر زورواکي او د مخدره موادو قاچاقبران لاس لري

د ولایتي شورا غړي په دې نظر دي چې ناامني د هیروینو او قیمتي ډبرو له قاچاق سره مستقیم اړیکې لري.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریس محمد قاید افندي وايي چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې کوکنار نه کرل کیږي خو په ناامنه سیمو کې یې کښت زیات دی.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد هم وايي چې په ناامنو سیمو کې د دولت مخالفې ډلې په بیلا بیلو جرمونو اخته دي، هغه وايي چې له سمیه ییزو وسله والو طالبانو سره خارجي اتباع هم شته او وسله وال طالبان په مختلفو برخو کې ټرینګ کوي.

هغه زیاتوي: (( په بدخشان کې خارجي اتباع له پخوا څخه میشت دي، کله یې شمیر زیاتیږي او کله کمیږي له سیمه ییزو طالبانو سره په مختلفو برخو کې مرسته کوي او هغوي روزي، مونږ څو ځل مرکزي حکومت ته خپلې اندیښنې وړاندې کړي دي او هغوي په جریان کې دي.))

د بدخشان یو شمیر خلک په دې نظر دي چې د دغه ولایت دننه په ناامنیو کې یو شمیر زورواکي او د مخدره موادو قاچاقبران لاس لري، تر څو د غیرقانوني کړنو لپاره لار هواره کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG