د لاس رسي وړ اتصالات

د حافظ سعید سره کېناسته فلسطیني سفیر ته سخته تمامه شوه


فلسطینیانو په پاکستان کې خپل سفیر د هغې نه وروسته بیرته راوبللو چې هغه په پاکستان کې د یوې سختدریځه ډلې د مشر حافظ سعید سره په یو احتجاج کې یو ځای ناست و.

په حافظ سعید باندې تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په حملو کې لاس لري.

فلسطیني سفیر ولید ابو علي د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید سره هغه وخت یو ځای کیناسته چې د پاکستان د دفاع شورا د بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه د پېژندلو په ضد لاریون کاوه.

د پاکستان د دفاع شورا چې د پاکستان مختلفې مذهبې ډلو جوړه کړیده، د حافظ سعید ډله پکې د تر ټولو نه زیاته فعاله ده.

حافظ سعید او په اسلام اباد کې د فلسطینیانو سفیر
حافظ سعید او په اسلام اباد کې د فلسطینیانو سفیر

داسې ویل کیږي چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په حملو کې لاس لري. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و.

امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی او د هغه په نیولو یې لس ملیونه امریکایي ډالرو انعام ایښې دی. خو سعید وایي چې دغه تورونه بی اساسه دي. له بلې خوا پاکستان هغه ته اجازه ورکړیده چې ازاد وگرځي.

دفلسطینانو د بهرنو چارو وزارت هند ته په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغه لاریون کې چې یو ترهگر پکې هم موجود و، د فلسطیني سفیر برخه اخیستل یوه سهوه ده. هغوي دا هم لیکلي چې خپل سفیر یې بیرته رابللی دی.

هند په دغه لاریون کې د حافظ سعید په موجودیت کې د فلسطینیانو د سفیر په برخې اخیستلو اعتراض کړی و. هند ویلي و چې دا ورته د منلو وړ نده چې فلسطینی سفیر دی د ترهگر سره یوځای کیني.

XS
SM
MD
LG