د حماس سیاسي مشر یحیي سنوار دوشنبه سپټمبر ۱۶ ( وږي ۲۶) ویلي چې په سیمې کې د هغو متحدینو په ملاتړ چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د اسرائیل پر ضد جګړه د اوږدې مودې لپاره روانه ساتلی شي.
د اسلامي دولت یا داعش ډله ادعا کوي چې د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې د پولیسو په موټر د بم چاودنه دوي کړې چې دوه پولیس پکې وژل شوي و او ګڼ شمیر نور ټپي شوي و.
په ایران کې هغه افغان زدهکوونکي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني سند نه لري، په یو شمېر ښارونو کې په ښوونځیو کې له نوملیکنې څخه منع شوي دي.
په مرکزي اروپا کې د څو ورځو سخت باران په نتیجه کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
په پاکستان کې په روان میلادي کال کې پداسې حال کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان وژل شوي چې لا هم د کال پای ته رسیدو ته نږدې څلور میاشتې پاتې دي.
د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیل د جنوبي لبنان په یوه سرحدي کلي کې پاڼي غورځولي او له اوسېدونکو څخه یې غوښتي چې سیمه تخلیه کړي.
په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د اسرائيل د مرکزي سیمې اړوند موډین ښارګوټی په توغندي وویشته چې ورسره په نړیوال هوايي ډګر کې د هوايي بریدونو د خطر زنګ ووهل شو.
په بریتاینا کې مقامات وايي د یکشنبې په سهار سپتمبر ۱۵ (سنبله ۲۵) له فرانسې څخه انګلستان ته د کډوالو یوه روانه کښتۍ چې له حده زیات کسان په کې سپاره وو، چې د «انګلش چینل کې ډوبه» شوې او اته تنه په کې مړه شوي دي.
په ترکیې کې شنبه سپټمبر ۱۴ ( وږي ۲۴) هغه تُرکیې الاصله امریکایۍ میرمن خاورو ته وسپارل شوه چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د فلسطین په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د یوې مظاهرې په ترڅ کې وژل شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر شنبه سپټمبر ۱۴ ( وږي ۱۴) وویل چې د لانجو حل کیدو لپاره دیپلوماسۍ ته تیار دي خو د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو "ګواښونو او فشار" ته غاړه نه ږدي.
د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۴) د پولیسو په یو موټر چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه پولیسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
نور پورته کول