د لاس رسي وړ اتصالات

د لوگر قومي مشرانو د امریکا ولسمشر ته د سرو زرو مډال لیږلی


د لوګر يو شمېر سپين ږيرو او قومي مشرانو د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته د شجاعت په نوم د سرو زرو ميډال جوړ او هغه ته يې لېږلی دی.

په لوګر کې د ساداتو د قوم مشر سيد فرهاد اکبري اشنا راډيو ته په مرکه کې وويل، چې دا ميډال يې د پاکستان په اړه د ډونالد ټرمپ د وروستي ټويټ په غبرګون کې هغه ته لېږلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې ميډال د پنځلس ګرامه سرو زرو څخه جوړ او ۴۵ زره افغانۍ پرې لګښت شوی، چې پيسې يې کروندګرو او قومي خلکو ورته راټولې کړې وې.

اکبري وويل چې ميډال يې پرون په کابل کې د امريکا سفارت ته وسپاره، څو يې ولسمشر ټرمپ ته ولېږي.

له قومي مشر سيد فرهاد اکبري سره د اشنا راډيو خبريال ابراهيم رحيمي سره مرکه کړې ده او په سر کې يې د ميډال په اړه د معلوماتو پوښتنه ترې کړې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG