د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې اته زره ماشومان له واکسینو پاتې کېږي


د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي د پولیو پر ضد د واکسینو روان کمپاین کې به تر اته سوه زره کوچنیان واکسین شی.هغه وايي پینځو ولسوالیو کې تر اته زره کوچینان هر کال کمپاین له واکسینو پاتې کېږي، خو په دا وار کمپاین کې هڅه کوي د پاتې کېدونکو کوچنیانو شمېره راکمه کړي.

نوموړي وویل:" مخکې به ۱۷ زره ماشومان له واکسینو پاتې کېدل چې اوس دغه شمېره اته زره راټیټه شوې ده. په پچیراګام، هسکه مېنه، اچین، نازیانو او خوږیاڼو ولسوالیو کې دغه ماشومان پاتې کېږي، په روان کمپاین کې هڅه کوو چې پاتې ماشومان هم دا په دې وار کې واکیسن کړو".هغه وايي پاتې کېدونکي ماشومانو کې ډېر یې د حکومت د مخالفو وسله والو تر واک لاندې سیمو کې دي.

دیني عالمانو پر کورنیو او د حکومت پر مخالفو وسله والو غږ کړی چې د واکسینو پر وړاندې دې خنډ نه جوړی او دغه واکسین له اسلامي اړخه کومه ستونزه نه ده.

د ننګرهار د حج او اوقافو ریس مولوی عبد الظاهر حقاني په دې اړه وویل:"په ټولو علماوو مې غږ دی چې موږ سره په دې کمپاین کې کومک وکړي تر څو هیڅ ماشوم له واکسینو نه پاتې نه شي".

نوموړی وايي ټولو ولسوالیو کې یې دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې چې د جمعې په خطبو کې خلکو ته د واکسینو پر اهمت او تطبق مالومات ورکړي.

ولسي خلک هم له خلکو غوښتنه کوي چې خپلو کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ور ورسوي.

محمد روف د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.هغه وايي:"موږ له کورنیو غواړو چې د خپلو ماشومانو ژوند ته پام وکړي او د فلج نه یې بچ کړي کنه بیا به ټوله کورنۍ ددغه یو ماشو پر سر لالهانده وي".

سږنی کال د افغانستان په کچه د پولیو یوه پېښه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ثبت شوې، که څه هم په ټوله نړۍ کې د پولیو ناروغي ختمه شوې، خو افغانستان او پاکستان ددغې ناروغۍ وروستۍ موچلې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG