د پاکستان د روغتيا وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه (وږي ۲۶) په يو بيان کې ويلي چې د دغه هېواد د پلازمينې اسلام اباد په هوايي ډګر کې په يو کس کې د بيزو تڼاکې (اېم پاکس) د ناروغۍ پخلی شوی دی.
راپورونه وايي چې د پولیو د کمپاین د تطبیق په څرنګوالي باندې د طالبانو حکومت او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د بحثونو او جنجال له کبله په افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډول شوی دی.
یوې نوې څیړنې ښودلي چې که د حافظې کمزورتیا دوامداره او تکراري وي د اندیښنې وړ ده.
په افغانستان کې د بشري بحران د دوام سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب بحران په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د ۲.۹ میلیونو ماشومانو د اخته کیدو سبب شوی دي.
په پاکستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسين د روان کمپاين پر مهال په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او نهه ټپیان شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې نس ناستې ناروغۍ د خپریدو په اړه د اګست د میاشتې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴کال له پیل څخه د اګست تر۲۴ پورې په دغه هیواد کې ټول ۱۲۵ زره او ۴۷۱ کسان چې ۵۵.۴ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومان دي د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په خوارځواکۍ باندې د اخته کسانو د شمیر د زیاتوالي سره هممهاله، د بدخشان په ولایت کې روغتیايي چارواکو ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې لږ ترلږه ۲۶ مشومان پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې ۴۶ ادارو چې د روغتیا په برخه کې کارکوي ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونوپه ۲۸۴ ولسوالیو کې د ۷۴۶ روغتیايي مرکرونو له لارې له ۶۶۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د پاکستان د روغتيا ملي ادارې د اګست پر ۲۳ (وږی ۲) په يو بيان کې ويلي چې د هغه هېواد د خيبر پښتونخوا ايالت په يو بل کس کې د بيزو تڼاکې (اېم پاکس) د ناروغۍ په وایرس اخته شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د امپاکس یا بیزو تڼاکې ناروغي د کوویډ-۱۹ په څېر نده، ځکه چې ددې ویروس په اړه معلومات له پخوا موجود دي او د مخنیوي لپاره یې وسایل شته.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې د بیزو تڼاکې د ناروغۍ د پیښو د ثبت وروسته ویلي چې هڅه کوي چې په سرحدي صفري نقطو کې ددغې ناروغۍ مخنیوی وکړي او کنټرول یې کړي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په یمن کې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو په خوار ځواکۍ (سوء تغذیه) د اخته ماشومان په «خورا سخت وضعیت) کې دي او شمېر یې په زیاتېدو دی.
نور پورته کول