په ننگرهار کې د ختيځ زون د غالۍ اوبدونکو د اتحايی ريسه شريفه احمدزۍ وايی د غالۍ او بدلو کارونه يی ښه روان دي ، خو حکومت د دوئ کارونو ته ډيره پاملرنه نه کوي.
هغه وايي حکومت شخصي سکتور ته ځمکه ورکړې چې کارخانې پر جوړې کړي خو د زور واکو په واک کې دي او دوۍ ته يی نه ورکوي ، همدا موضوع يي د حکومتسره شريکه کړې خوغږ يي چا نه دی اوريدلائ.
شريفه احمدزۍ په افغانستان کې د غالۍ صنعت ته نه پاملرنې انديښمنه کړې او له حکومت څخه دی برخې ته د جدي توجه غوښتنه کوي.
ميرمن احمدزۍوايي يو وخت يي پخپله غالۍ اوبدلې خو اوس يی د ٥٠٠٠ غالۍ اوبدونکو مشري په غاړه ده.
آغلې حمدزۍ امريکا غږ سره په مرکه کې اول په دی غږيدلې چې ولې يی دی کسب ته مخه کړه: