د "ډوډۍ او سره ګلانو" په نوم یو مستند فلم، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو ژوند نادره انځور وړاندې کوي، راتلونکې اوونۍ نندارې ته وړاندې کېږي.
په قطر کې دیره افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د زده کړو د نړیوالې اونۍ د پیلیدو سره هممهاله ویلي چې زده کړې یو اساسي حق دی چې د افغانانو د یو سله ییز او روښانه راتلوونکې لپاره خورا زیاتې مهمې دي.
د شمیرو له مخې په پښتنې ټولنې کې ډېر کم لیدل کېږي چې له واده وروسته دې ښځې لوړې زده کړې وکړي او ډیری وخت د کورنۍ او ماشومانو پالنه یې په وړاندې خنډ جوړ شي خو د ژوب د نجونو د زده کړو رئیسه، ماه رخ مندوخېله سره له دې چې په ۱۴ کلنۍ کې واده شوې وه خپلې لوړې زده کړې یې بشپړ کړې. سالمین خپلواک - امریکا غږ
خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د قامي جرګې ښځینه ګډونوالو هم خپلې غوښتنې د جرګې له مشرانو سره شریکې کړې. یو له غوښتنو څخه یې په بدیو کې د نجونو ودول و چې جرګې هم ورته مثبت ځواب ویلی او دغه موضوع یې په خپل پریکړه لیک کې ځای کړه. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د البانیا تیرانا ښار د افغان ښځو د لومړۍ لویې غونډې کوربه دی چې د بشري حقونو فعالانو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو، ژورنالیستانو او د ټولنې د نورو برخو ښځو په کې ګډون کړی.
د سولې ښوونځی چې له کابو یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي زرګونه هغو افغان نجونو ته د د زدهکړو زمینه برابره کړې ده چې ښوونځي ته له تللو بېبرخې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو له خوا د امربالمعروف د قانون په نافذیدو باندې چې ددغې ادارې د وینا له مخې د عام ژوند څخه ښځې عملآ حذفوي او د طالبانو اخلاقي پولیسو ته اجرايي واک او صلاحیتونه ورکوي په ژوره توګه اندیښمنه شوې ده.
ملکرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون خپریدو ته په غبرګون کې افغانستان کې په عام ژوند کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو له خوا لګیدلي محدودیتونه غندلي او ویلي دي چې دا ډیره سخته ده چې ددغسې پریکړو په پلي کولو سره دې یو هیواد پرمختګ وکړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې له زده کړو، کار، روزنې او ورزشي فعالیتونو څخه محرومې شوې دي، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یو لیک کې له نړیوالو ورزشي سازمانونو، په ځانګړي توګه د المپیک له نړیوالې کمېټې څخه غوښتي چې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې ۸۰ فیصده ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه د سیمه ییزو چارواکو سره هیڅ تعامل او اړیکې نلري او د عدالت ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې سړیو او ټولنې باندې اتکا وکړي.
ملګرو ملتونو جمعه جون ۲۱ ( چنګاښ لومړۍ) تائید کړه چې د قطر په پایتخت دوحې کې د افغانستان په هکله د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځنۍ غونډې کې به د افغانستان د مدنې ټولنې، میرمنو او بشري حقونو مدافعینو پورې اړوندو اندیښنو باندې خبرې ونشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې په دې هیواد کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو پر دوام نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دغه وضعیت دوام د هېواد د نیمايي وګړو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
نور پورته کول