د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيارې يو ـــــ هلمندۍ ميرمنې


حسنيه وايي تر څو چې مو طالبانو غږ نه وي اوريدلائ د جنگ پرضد اعتراضونو ته دوام ورکوو.
حسنيه وايي تر څو چې مو طالبانو غږ نه وي اوريدلائ د جنگ پرضد اعتراضونو ته دوام ورکوو.

د هلمند ولایت د بیلابیلو سیمو څخه گڼ شمير ښځو په لښکرګاه ښار کې د اعتراض په ډول خیمه درولې او د وسله ‎والو څخه‌ د سولې غوښتنه کوي.

د غونډی تنظیونکې حسنيي احساس امريکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل:

اعتراض يي وروسته تر هغې پیل کړ چې د هلمند په ولايت کې د تیرې جمعې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ګڼ ملکي کسان ووژل شول.

آغلې احساس زیاته کړه، ورځ تربلې په خيمه کې د هغو ښځو شميره ډيريږي چې د کور نږدي غړي يي په روان جنگ کې له لاسه ورکړي.

حسنيه وايي د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيارې دي او اعتراضونو ته به ترهغه وخته ادامه ورکړي تر څو چې غږ يی واوريدل شي.

هغه وايي د پنجشنې په ورځ به سوله غوښتونکې ښځې د موسی قلعه ولسوالۍ په لور پیاده حرکت وکړي او طالبانو سره د مخامخ خبرو په ترڅ کې به له هغوی څخه د اوربند غوښتنه وکړي.

حسنيی دا هم وويل چې په ډله کې يی سيا سيون او دولتي چارواکي نشته.

د حسنيې احساس مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:46 0:00

XS
SM
MD
LG