د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې زیاتره خلک یوناني طبیبانو ته ځي


په کندوز کې پخوا یوازې سیکانو او هندوانو خلکو ته یوناني دوایانې ورکولې خو اوس د یوناني طبیبانو شمیر زیات شوی دی، ددغه ولایت خلک وايي چې دوي ځکه د ناروغۍ د درملنې لپاره یوناني طبیبانو ته ورځي چې له یوې خوا د یوناني دوایانو قیمت کم دی، او بل ددغه ښار په درملتونونو کې بې کیفیته درمل زیات شوي دي.

د کندوز یو شمیر یوناني طبیبان ادعا کوي چې په پاکستان کې یې مسلکي زده کړي خو اکثرو یې په همدغه ښار کې له یوناني طبیبانو سره د شاګردۍ په موده کې د دوایانو جوړول زده کړې دي.

په کندوز کې یو تن یوناني طبیب اسدالله وايي چې ځانته یې څه موده استاد نیولی و، او له هغه څه د دوایانو جوړول زده کړي دي: (( مونږ خپله دوایانې جوړو او ځینې له پاکستان څخه راوړو، ما یو کال د ځان لپاره استاد نیولی و او د کار څلور کلنه تجربه هم لرم.))

د کندوز ډاکټران هم دا مني چې د بې کیفیته دوایانو زیاتوالي ددوي اعتبار ته زیان اړولی
د کندوز ډاکټران هم دا مني چې د بې کیفیته دوایانو زیاتوالي ددوي اعتبار ته زیان اړولی

هغه زیاتوي چې دوي په خپل کور کې دوایانې جوړوي؛ پاکټ کوي یې او ناروغانو ته یې ورکوي: (( کور کې دوایانې جوړو، بیا یې پاکټ کوو او ناروغانو ته یې ورکوو.))

د کندوز یو تن اوسیدونکی ذبیح الله هم په دې نظر دی چې په دغه ولایت کې یوناني طبابت ځکه رشد کړی چې د کیمیاوي دوایانو اعتبار ختم شوی دی، ځکه چې په دغه ښار کې بې کیفیته دوایانې زیاتې شوي دي: (( په کندوز کې اوس یوناني دواخانو ځکه رشد کړی، ځکه چې نورې دوایانې چې افغانستان ته راځي هغه بې کیفیته ده، او ناروغ ته ګټه نه کوي.))

ددغه ولایت یو بل اوسیدونکی هم ورته نظر لري، هغه وايي چې ددغه ولایت خلک له اقتصادي پلوره کمزوري دي او د ډاکټرانو د فیس او معایناتو لپاره وس نه لري نو ځکه یوناني طبیبانو ته د تداوۍ په خاطر مراجعه کوي: (( خلک له ډاکټرانو نه ځکه مایوسه شوي چې زیاتې پیسې اخلي معاینات ورکوي او د درملو کیفیت هم خراب شوی یوناني طبیبانو ته ورځي په یوناني طبابت کې معاینات هم نشته.))

د کندوز ډاکټران هم دا مني چې په درملتونونو کې د بې کیفیته دوایانو زیاتوالي ددوي اعتبار ته زیان اړولی، دوي وايي چې د عامې روغتیا د ریاست له خوا د بې کیفیته درملو د معلومولو لپاره کوم ځانګړی لابراتوار نشته او د درملتونونو څښتنان ځکه بې کیفیته درمل پلوري چې زیاته ګټه په کې ورته پاتي کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG