د لاس رسي وړ اتصالات

د روژه ماتې نه وروسته د کسالت علت څه دی؟


د روژی په میاشت کې اکثره خلک د غذايي ناسم رژيم او خوراک له کبله له ستونزو سره مخ کيږي.

دا چې معده ټوله ورځ خالي وي نوماښام بايد څه ډول خواړه وخوړل شي؟

د افغانستان په طبي شورا کې د ډاکترانو د چارو ريسی او د تغذي متخصصې ډاکتر ثريا یوسفزۍ اشنا راډيو ته وويل:

یوسفزۍ وايي که روژه په خرما او اوبو ماته شي ښه دی
یوسفزۍ وايي که روژه په خرما او اوبو ماته شي ښه دی

تر ټولو ښه دادی چې روژه په یوه دانه خرما او اوبو چې ډيرې سړې نه وي ماته شي،دلمانځه نه وروسته د ډوډۍ په پيل کې دی د تروو ، ترخو او سره کړيو څيزونو له خوړو نه ډډه وشي.

ډاکتر يوسفزۍ د پېشلمي (چرگ بانگي)لپاره د ځینو نورو غذاگانو ترڅنگ شيدې تر تولو ښه خواړه وبلل.

د تغذيې د برخې متخصصی په روژه کې د ماښامنۍ نه وروسته د کسالت په باب وويل:

"دا چې معده خالي وي او په ناڅاپي ډول ورته ډيره غذا رسيږي دا ددی سبب کيږي چې په وجود کې د وينی د دوران ډيره برخه د غذا د جذب او تصفيې لپاره ځیگر او معدي ته کار وکړي ، دماغ ته پوره وينه نه رسيږي چې همدا د خوب او کسالت سبب گرځي. "

د ډاکتر ثريا يوسفزۍ مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:31 0:00

XS
SM
MD
LG