د لاس رسي وړ اتصالات

لومړي ځل لپاره د پاکستان ولسي جرگې ته د کرمې ايجنسۍ نومانده


علي بيگم :تل خپلو خوبونو پسې منډې وهم څو په حقيقت بدل شي
علي بيگم :تل خپلو خوبونو پسې منډې وهم څو په حقيقت بدل شي

لومړي ځل لپاره د کرمې ايجنسۍ پاړه چنار سيمې نه علي بيگم په نوم ميرمنې قومي اسمبلې(ولسي جرگې ) ته ځان کانديد کړی.

علي بيگم چې د همدی سيمې اصلي اوسيدونکې ده امريکا غږ اشنا سره يې په مرکه کې وويل: له اوله يې پرمختگ او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون ار مان و،غواړي د پارلمان له طريقه خپلو هيلو ته ورسیږي او د خپلی سیمې خلکو ته خدمت وکړي.

“د کانديديدو لویه وجه مې د کرمی ايجنسۍ د ښځو را مخکې کيدل او د ترقۍ په رفتار کې د دوی شريکيدل دي .”

هغه وايي په لومړي قدم کې يې ښځې او ځوانان په پام کې دي چې د ژوند ښه شرايط ورته برابر شي او خپل خوبونه په حقيقت بدل کړي.

آغلې بیگم دا هم وويل “کله چې کلي ته د کمپاين لپاره ځم نو د سیمي ټول خلک که هغه د کاندار دی او که مولانا خبرې می اوري او خپلی غوښتنې راسره شریکوي،اوس د خلکو په په فکرونو کې ستر بدلون راغلی اوس د ښځې استازيتوب مني”.

بيگم علي٦٣ کاله عمر لري ،د بشري پر مختگ په برخه کې يې د ماسترۍ تر کچې زده کړه کړی ،٢٧ کاله يې د حکومت په مختلو ادارو کې کار کړې او په ټولنيزو چارو کې يې د پاکستان په کچه فعالیتونه بی ساري دي.

د علي بیگم مرکه دلته اوريدلائ شی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

XS
SM
MD
LG