د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون ژغورنې په يو مشر علي وزير بريد شوې


علي وزير واڼه ته، طالبانو سره د خبرو لپاره روان و
علي وزير واڼه ته، طالبانو سره د خبرو لپاره روان و

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په یو مشرعلي وزیر او ورسره ملگرو يې وسله وال بريد شوې.

د پښتون ژغورنې مشر منظور پښتون امريکا غږ اشنا ته وويل:

«کله چې علي وزير او د دوی نور ملگري د جنوبي وزیرستان مرکز واڼې ته رسيدلي د پاکستان د پوځ لخوا ليږل شوي طالبان مخامخ ورغلي، دوی يې ځورولي ،د پښتون ژغورنې مشهوره سری خولۍ يې ورڅخه اخيستي او سوځولې یې دي.»

منظور پښتون وايی، پوځ پخپله د ملک آئين نه مني
منظور پښتون وايی، پوځ پخپله د ملک آئين نه مني

پښتون وايي،د طالبانو دی عمل سره د پښتون ژغورنې ملگرو يې د پوځ پر ضد شعارونه ورکړي هغوی(طالبانو) پرې ډزې کړي چې د پي ټي ام لس غړي پکې ټپيان شوي دی.

علي وزير ته په دغه بريد کې څه زیان نه دی رسيدلې.

منظور پښتون دا هم وويل چې تراو سه يې د حکومت نه د غوښتنو او احتجاجونو نتيجه داده چې د پاکستان اداره(آې اس آې،پوځيا ن او رنجر)

«د خلکو له سرونو سری خولۍ اخلي سوزوي يې، له لاسونو يې موبايلونه غلا کوي،لاری پرمونږ بندوي ، د څښلو او به راته نه پريږدي د خپلو طالبانو په ذريعه پرمونږ ډزې کوي خو زمونږ له خوا تر اوسه په سوله، امن او تش لاس احتجاج دی».

منظور پښتون پرون پر خپل فيسبوک لايف وينا کې ويلي:

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د هدفي وژنواو د خلکو ځورونې زياتيدل دوی مجبوره کړي چې په روژه کې د شپې له خوا احتجاجي ناسته پيل کړي.

د منظور پښتون مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
XS
SM
MD
LG