د لاس رسي وړ اتصالات

د چنګاښ په اومه به د نوماندانو ابتدایي نوملړ اعلان شي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د څه‌ باندې شپږ زره احتمالي نوماندانو له شمیرې د شاوخوا څلور زره کسانو اسناد څیړل شوي دي.

د دغه کمیسیون یو کمیشنر حفیظ‌الله هاشمي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د پاتې احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څیړلو پر سر جدي کار روان دی او د دغو څیړنو په نتیجه کې به د نوماندانو ابتدايي نوملړ د روانې چنګاښ میاشتې په اومه نیټه اعلان شي.

ښاغلي هاشمي وویل "موږ د ولسي جرګې لپاره د ۲۴۵۴ کسانو اسناد بیرته ترلاسه کړي، همدارنګه د ولسوالیو شوراګانو لپاره موږ د ۳۷۳۱ کسانو اسناد بیرته لاس ته راوړي، چې جمعاً ۶۰۱۸۵ کسان کیږي، نو طبعاً دې لویې پروسې ته ضرورت درلود، نو خوشبختانه د دې له درېو ثلثو څخه دوه ثلثه اسناد ارزیابي شوي دي، بسته بندي هم صورت نیولې ده. د تائید او غیر تائید په اړه به یې کمیسیون وروسته تصمیم نیسي، خو تر اوسه د کمیسیون په اجنډه کې دا مسله شامله شوې نه ده".

د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په پنځمه پیل او ۲۲مه پای ته ورسید، چې په ترڅ کې یې د څه باندې ۶ سوه ښځو په ګډون شاوخوا ۶ زره کسانو د نوماندانو په توګه نوم‌لیکنه وکړه.

له ټاکنو څخه د څار ځینې بنسټونه د نوماندانو د نوم‌لیکنې په بهیر کې د ښځو لږ ګډون ته په اشارې وايي، چې د ټاکیزو بنسټونو د هڅو سربیره، بیا هم په یو شمیر ولسوالیو کې ښځینه نوماندانې نشته.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي.

له آزادو او عادلانه ټاکنو څخه د څار بنسټ (فیفا) د ښځو او ځوانانو د څانګې مسولې مریم آروین بارکزۍ آمریکا غږ آښنا ته وویل، چې د ولسوالیو شوراګانو غړو ته د حکومت له خوا د مادي امتیازاتو نه ورکول، د ټاکنو په بهیر بې‌باوري او د عامه پوهاوي ټیټه کچه د دې لامل شوي، چې ښځې د نوماندانو د نوملیکنې په بهیر د پام وړ ونډه وانخلي.

آغلې بارکزۍ وویل "هغه لړ څیړنې چې موږ د یو دادخواه ګروپ په حیث د ښځو د ګډون لپاره درلودلې، چې باید موږ لږ ترلږه د ښځو ۲۵ فیصده سهمیه ولرو، خو متاسفانه اوس چې وینو دا شمیره ډيره ښکته ده او حتی زموږ اندیښنه دا ده چې په ولسوالیو شوراګانو کې دغه ۲۵ فیصده سهمیه ښځې پوره نه کړي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې، تراوسه نږدې شپږ نیم میلیونو رایې ورکونکو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې، چې په کې څه باندې ۲ میلیونه ښځې هم شاملې دي.

د دغه کمیسیون د کمیشنر حفیظ‌الله هاشمي پر وینا، په کلیو او بانډو کې د رایې ورکونکو د نوم‌لیکنې وروستي پړاو له پای ته رسیدو وروسته به د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۵مه د رایې ورکونکو ابتدایي نوملړ د کمیسیون له خوا اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالویش پر بنسټ ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG