د لاس رسي وړ اتصالات

صديقي:د افغان ښځو نهضت په لمړي ځل ملکې ثريا پیل کړ


د اماني دوری د نورو لاسته راوړنو تر څنگ يوه هم د ښځو د ازادۍ لپاره گام اوچتول وو.

د خلکو په حضور کې د شاه امان الله خان د ميرمنې(ملکې ثريا) څرگنديدل او په ټولنيزو فعاليتونو کې يې برخه اخيستل ددی دوری تاريخي او فوق العاده اقدام حسابيږي.

ليکوالې صفيې صديقي امريکا غږ سره په مرکه کې د ملکې دهغه وخت د فعاليتونو په هکله وويل:

د ښځو نهضت د شاه امان الله خان له دوری پیل شوی ،دا دوره يواځې د افغانستان د سياسي خپلواکۍ دور نه بلکه د ټولنې د نيمايی برخې(ښځو) لپاره د آزادۍ او د حق د مبارزې بنسټ ايښودلو دوره هم وه چې تر نن پوری ادامه لري.

ميرمن صديقي زياته کړه، «افغان ښځې بايد د ملکې ثرياد نږدي یوه پيړۍ مخکې هلې ځلې چې د دوئ د حقوقو لپاره يې تر سره کړي له یاده ونه باسي».

هغه وايي ملکې په خپلې مدبرانه پوهې وکړاې شول د ژوند ملگري امان الله خان ترڅنگ د هيواد دچارو پر مخ بيولو لپاره ودريږي نو ځکه د اصلاحاتو په برخه کې د امان الله تر څنگ بايد ملکه ثریا له پامه ونه غورځول شي.

بشپړه مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00
XS
SM
MD
LG